افغانستان

کاپیسا کې یو دیني عالم ترور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې مدیر د ناپېژاندو وسله والو لخوا ترور شوی دی.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش رسنیو ته ویلي، مولوي حضرت الدین چې د کوهستان حصه دو ولسوالۍ «کالوته» سیمه کې د نجونو لپاره د اسلامي تعلیماتو د یوې مدرسې مدیر ؤ، پرون د یکشنبې په ورځ غرمه مهال وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه دیني عالم په داسې مهال د موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا تر برید لاندې راغلی کله چې له مدرسې څخه د خپل کور خوا ته روان ؤ.

د شایق په خبره په دغه برید کې مولوي حضرت الدین ځای پر ځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

تراوسه ددې برید علت معلوم شوی نه دی؛ خو د کاپیسا د امینه قومندانۍ ویاند وايي، پولیسو په دې هکله پلټنې پیل کړي او هڅه کوي د برید اصلي عاملین له پیدا کولو وروسته ونیسي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کاپیسا ولایت کې یو دیني عالم د ناپېژاندو وسله والو لخوا په نښه کیږي، بلکې تردې وړاندې هم په ورته بریدونو کې ګڼ دیني عالمان او عام خلک په نښه شوي دي.

څلور ورځې وړاندې هم ددې ولایت په حصه دو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو یو پلار او زوی په داسې مهال ووژل چې له دوکان څخه کور ته پر لاره وو.

باید وویل شي چې په کاپیسا او د هېواد په یو شمېر نورو ولایاتو کې د کابل حکومت او پخوانيو ټوپکسالارانو لخوا د طالبانو پرضد د جګړې لپاره د پاڅون کوونکو په نوم نامسئولو وسله والو باندې د وسلو له ویشلو وروسته په دغو سیمو کې د غلا، اختطاف او قتل پېښې زیاتې شوي، چې ورسره د خلکو ژوند هم سخت تریخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx