نړۍ

دسعودي عرب اولسمشر په هیواد کی ښځو ته لازیات اختیارات ورکړه

الملك عبد الله (نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۲۵) ریاض: دسعودي عرب اولسمشر ښاغلي عبدالله بن عبدالعزیز په هیواد کی ښځو ته په مرکزي شورای کی دغړیتوب اوهمدارنګه دښاروالي په ټاکنوکي دبرخه اخیستو او وټاکنوته دکاندید کیدو اجازه ورکړه.

دیوي تلویزوني وینا پروخت ښاغلي عبدالله زیاته کړه مونږدداسي کړنو سخت مخالفت کوو چی ښځه دي له ټوني څخه لري وساتل شي، بلکه ښځه باید داسلامي شریعت له اوصلوسره سم په ټولو اموروکی له نارینه سره اوږه په اوږه کاروکړي

، نوموړي وویل په هیواد کي ښځو ته دمرکزي شورای دغړیتوب په اړه موله جیدو علماؤ سره صلاوی اومشوري کړی دي اوهمدارنګه داسلامی تاریخ ولومړنیو ته په کتوسره مودافیصله کړی ده چی ښځو ته اجازه ورکول شي ترڅو دهیواد دشورای دمجلس غړیتوب ولري.

نوموړي زیاته کړه ښځه حق لري چي دښاروالي دټاکنو لپاره ځانونه کاندید کړي اوهمدارنګه کولی شي دښاروالي په ټاکنوکی برخه واخلي.

نوموړي وویل له کورنوی اوبهرنیو جیدو علماؤ سره یی په دي اړه مشوري کړی دي اوهغوي ورته داسلامي شریعت مطابق اجازه ورکړی چي ښځو ته دي حق ورکول شي ترڅو دهیوادپه ټولنه کی داسلام دمقدس دین له اوصلو سره سم برخه واخلي، نوموړی همدرانګه زیاته کړه حکومت یی ددغه ټکی سخت مخالفت کوی چی ښځي دي له ټولني څخه لری وساتل شي.

ملک عبدالله بن عبدالعزیز زیاته کړه داسلام په لومړیو کی دښځو سره صلامشوری شویدي دهغوي نظرونه او رایی اخیستل شوی دی چی مونږ ورباندي سترګی نشو پټولای، نوموړی دخپلو خبروپرمهال درسول الله صلی الله علیه وسلم وعصرته اشاره وکړه چي دیوم الحدیبیه په ورځ دام سلمه رضی الله تعالی عنها رایه اونظرپوښتل شوی وو، اوهغي مبارکی ورته رایه ورکړی وه اوهمدارنګه له یوم الحدیبیه څخه وروسته له صحابه کرامو څخه نیولي بیاترنن ورځي پوری مونږدداسي پیښو شاهدان یو چی دښځو رایی پوښتل شوی دي.

نوموړی وویل داسلام دمقدس دین له لارښونوسره سم دهیوادپر حاکم باندی لازمه ده چی دټولو هیوادوالو رایی وپوښتي اوهمدارنګه دوطنوالو درایو اونظرونو احترام وکړي.

ویل کیږی چی دراتلونکي پنج شنبي په ورځ په په سعودي عرب کی دښاروالي ټاکني کیږي، دصدارتي اعلان له مخی ښځوته به اجازه ورنه کول شي چي دغه ټاکنو کی برخه واخلي، ځکه دښځو دټاکنو په اړه صادره شوی فیصله له راتلونکو ټاکنو څخه وروسته داعتباروړ ده.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x