
د عسکرو د ملاتړ لپاره د سیاسي اجماع د جوړېدو هڅه: غني یې په اړه له سیاسیونو سره غږېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او حکومت پر سلګونو ولسوالیو خپل کنټرول له لاسه ورکړی، د کابل حکومت مشر«اشرف غني» د خپلو عسکرو د ملاتړ لپاره د واحد صف د جوړولو په موخه له سیاسیونو سره لیدلي دي.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله»، د کابل حکومت له پخواني مشر «حامد کرزي» او د حراست او ثبات شورا له مشر «عبدالرب رسول سیاف» سره په ارګ کې مشورتي ناسته کړې.
د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې د هیواد د امنیتي وضعیت په تړاو د بحث تر څنګ «له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د واحد صف او پیاوړې سیاسي اجماع، د جمهوري نظام او په هیواد کې د تلپاتې سولې پر ټېنګښت ټینګار وشو.»
حکومت داسې مهال د خپلو عسکرو د ملاتړ لپاره د سیاسي اجماع د جوړولو په هڅه کې دی، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي په افغانستان کې د بهرنیانو نظامي حضور پای ته ورسېږي.
ورته مهال د طالبانو او حکومت تر منځ جګړو زور اخیستی او طالبان توانېدلي، چې د هیواد په سلګونو ولسوالیو خپله ولکه ټینګه کړي.
په اصطلاح ولس مشر اشرف غنی په دا ډیرو اجماع ګانو او شورا ګانو یی سر نه سره ورځی او به تر ورخ تیر دی هسی خپل غوټه ګی تیاره وه او یوه شپه پدی هم فکر وکړه چي پاتی ژوند په کوم بل بهرنی هیواد کی هوسا تیریږی او که دا و نه کړی دری کاله مخکی می په فسبوک کی مشوره در کړیوه چی که له واکه لاس په سر نه شی د نجیب په پڅیر به دی د ځدراڼ مارکیټ مخ ته په هوایی پله را ځوړند کړی نو زدرته یو ځل بیا مشوره درکوم چی د… نور لوستل »
پسله اټومي چاودني چارزانو کښینستل ګټه نلري. نوي چارواکي باید صحنې ته راسي چي د پښتون، ولس او طالب سره د دښمني او د دهریت، ارتداد،عمومي بداخلاقي سابقه ونلري، هغوئ چي بیا داسي هڅي وکړي نو بیا شاید څه ګټه ولري
دا جماع ګانې (اجماع ګانې یادوم) اوس کومه ګټه نلري، هغه هم د داسې منفورو څیرو سره چې د افغانستان په تباهۍ کې له هره اړخه پوره وڼده لرلې. غنی خان باید له درانه خوبه ویښ شي او د حقیقت په اړه فکر وکړي.