افغانستانسولې اړوند خبرونه

شیخ رشید: خپلمنځي مذاکرات د افغانانو د ټولو لورو په ګټه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «شیخ رشید» وایي، د افغانستان ټول سیاسي جهتونه باید د مذاکراتو مېز ته راټول شي او د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.

رشید دغه څرګندونې تېره ورځ په راولپنډۍ کې یوې ناستې ته کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي کوي او په دې برخه کې حکومت او اپوزیسیون یو ډول نظر  لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که چېرې په افغانستان کې ثبات نه وي، نو په سیمه کې به ارامي رانشي‌ او نه به هم هیوادونه خپلې سترې پروژې بشپړې کړای شي‌ «که چین غواړي له ایران سره د څلورسوه میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي، نو دا په افغانستان کې د ثبات له شتون پرته ممکنه نه ده، که موږ غواړو خپل اورګاډي اوزبکستان ته ولېږو نو په افغانستان کې باید سوله موجوده وي. پاکستان، روسیه، ایران او چین‌ په سیمه کې په مختلفو نقاطو کې دي.»

رشید ددې تر څنګ هند تورن کړی، چې په افغانستان کې نظامي مداخلې کوي‌ او په تېرو څلور لسیزو کې یې په افغانستان کې د پاکستان خلاف پراخ پروپاګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx