نظــر

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د غني برخلیک

عبدالرحیم ثاقب لیکوال او سیاسي شنونکی

د ۱۹۸۹ کال په فبروري کې چې کله شوروي ځواکونه له افغانستانه وتل د وخت د کمونست رژیم مشر ډاکټر نجیب الله په دې مناسبت د ارګ په غربي دروازه آریانا چوک کې یوه غونډه را وبلله او د هغې په ترڅ کې یې له یادو ځواکونو څخه په مننې سره خپلو ځواکونو او پلویانو ته له خپل نظام څخه د دفاع روحیه ورکړه.

ليکوال: عبدالرحيم ثاقب
ليکوال او سياسي شنونکی عبدالرحيم ثاقب

د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د نجیب کمونیست رژیم درې کاله د مجاهدینو په مقابل کې مقاومت وکړ او بالاخره د ۱۹۹۲ کال په اپریل کې راوپرځیده.

ډاکټر نجیب بهر ته د تللو تر ناکامې هڅې وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یو وړه او هلته تر هغو په نظارت کې پاتې شو ترڅو د ۱۹۹۶ کال په سپتمبر کې طالبانو د کابل د نیولو په لومړۍ ورځ په هماغه ځای کې چېرته چې ده له شوروي ځواکونو سره مخه ښه کړې وه په دار کړ.

اوس لکه یو ځل بیا چې د تاریخ د ساعت ستنې شاته ګرځیدلې وي، امریکايي ځواکونو په هماغه افغانستان او هماغه ارګ کې خپل تحت الحمایه ولسمشر غني یواځې پريښود او دوی د بګرام له تر ټولو سترې امریکايي اډې څخه د شپې په تیاره کې پښې سپکې کړي.

د ډاکټر نجیب او ډاکټر غني د وضعیت ترمنځ پرتله:
له افغانستانه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته ډاکټر نجیب د مجاهدینو بریدونو ته په میدان یواځې پاتې شو، مجاهدینو په ډیر زور ورباندې د جلال اباد جګړه پیل کړه خو د نجیب ځواکونو یې کلکه مقابله وکړه او مجاهدینو ته یې ماتې ورکړه.

هغه مهال هم د ډاکټر نجیب رژیم یواځې د ولایتونو پر مرکزونو واکمن و خو واکمني یې د غني د حکومت په پرتله ډیره قوي وه؛ ځکه د ډاکټر نجیب د نظام دفاعي او امنیتي چارواکي هغه ته په فکري لحاظ ژمن و او له کمونستي نظامه یې دفاع هم د حزبي مفکورې پر اساس وه.

د ډاکټر غني اوسنی رژیم له هغې ځانګړتیا نه بې برخې او د حکومت دفاعي او امنیتي چارواکي یې نه ورسره فکري توافق لري او نه هم ګوندي.

د ډاکټر نجیب پروني مخالفین (مجاهدین) متفرق او په متعددو ګوندونو او قومندو ویشلي وو، خو د ډاکټر غني اوسني مخالفین (طالبان) د درست هیواد په کچه متحد او ټول تر یوې منظمې قومندې لاندې په متحدانه ډول د هغه د رژیم خلاف پرمخ روان دي.

پورتنۍ پرتلې ته په کتو داسې ښکاري چې د ډاکټر غني رژیم به تر هغه ډیر وړاندې سقوط کوي چې اټکل یې کیږي.
ځکه همدا اوس چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ټاکلې نیټې (سپتمبر۱۱ ) ته دوه میاشتې وخت پاتې دی د هیواد ډیری سیمې په تیره د هر ولايت ډیری ولسوالۍ او همدا راز لويې لارې د غني حکومت له واکه وتلي او پر هرڅه طالبان واکمن دي، نو د بهرنیانو تر مکمل وتو وروسته خو به د ولسوالیو په ځای خامخا د ولایتونو د سقوط لړۍ پیلیږي.

دغه خبره د امریکا د استخباراتو په هغه راپور کې هم راغلې چې لیکلي یې دي:
((د اشرف غني حکومت به د امریکايي ځواکونو له وتلو شپږ مياشتې وروسته سقوط کوي)).

داخلي اختلافات او بي باوري:
د غني اداره یواځې له بهر نه د طالبانو لخوا نه ګواښل کیږي؛ بلکې له داخل نه هم د سختو خپلمنځي اختلافاتو ښکار او یو پر بل بې باوره ده.

له میاشتو تیریدو وروسته هم هغوی نه دي توانیدلي له خپل سیاسي حریف ډاکټر عبدالله سره جوړ او په ګډه د طالبانو د مقابلې لپاره تصمیم ونیسي.

دا اختلافات تر ټولو زیات د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت ارګانونو ترمنځ موجود دي.

د اسدالله خالد او مسعود اندرابي له ساحې ایستل د همدې داخلي اختلافاتو ښکاره نښې دي.
د داخلي اختلافاتو ترڅنګ د غني په اداره کې بې کچې اداري فساد بله هغه ستونزه ده چې د دوی بهرني حامیان یې ورباندې بې اعتماده کړي او نور زړه نه ښه کوي چې له شفافیت پرته ورسره خپلې مالي مرستې جاري وساتي.

پر دې ټولو سربیره له غني سره هیڅ داسې نوښت نشته چې وضعیت ورباندې بدل او خپله کمزورې اداره له شړیدو باندې وژغوري.

د جون په ۲۵ یې واشنګټن ته له ډاکټر عبدالله سره ګډ سفر هم هیڅ لاسته راوړنه، نه لرله؛ بلکې ولسمشر بایډن په ښکاره ورته وویل چې تاسې افغانان خپله ستونزه په خپله سره حل کړئ او له سپینې ماڼۍ څخه نور د څه کولو تمه مه لرئ.

بې مهاره ملیشې د ناکامې تجربې تکرار:
د طالبانو په مقابل کې د مجهز ملي اردو تر ناکامۍ وروسته په بلخ او تخار کې یو شمیر پخوانیو جنګسالارانو د خپلې واکمنۍ د بقاء لپاره ملیشې جوړول پیل کړل.
دا هڅه د ډاکټر نجیب رژیم لخوا هم د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته تر سره شوې خو ګټوره نه وه.
ځکه په همدې نامنظمو تشکیلاتو کې ډیری بې بندوباره او معتاد ځوانان راټول شوي چې هغوی په هیڅ صورت له طالبانو سره د مقابلې وړتیا نه لري.

د طالبانو نظامي برلاسي:
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د غني مقابل لوری (طالبان) اوس د هیواد په قاطع اکثریت واکمن دي.

د شیرخان بندر، آی خانم ،اسلام کلا ، تورغونډۍ، ابونصر فارابی او ډنډ پټان سرحدي بندرونو په شمول یو شمیر مهمې لويې لارې په واک کې لري.

د دغو بندورونو په ولکه کولو سره اوس هغوی له اقتصادي اړخه هم د ورځې ملیونونه افغانۍ اقتصادي عوائد تر لاسه کوي.

طالبان په تر یو نیم سلو زیاتو ولسوالیو او سلګونو نورو پوځي مراکزو کې په دومره زیاته اندازه پوځي وسایط او جنګي مهمات ترلاسه کړي چې له تسلیحاتي لحاظه اوس د غني له مجهز ځواک سره سیالي کولای شي.

له هوايي مدافعې پرته نور ټولې هغه پرمختللې وسلې چې امریکایانو د کابل شل کلن ملي اردو ته ورکړې وې اوس د طالبانو لاس ته لویدلي.

طالبان له بهرني اشغال څخه د خپل هیواد د آزادۍ د اتلانو په حیث له ډیر قوي موراله برخمن دي.
طالبان اوس هغه شل کاله وړاندې طالبان نه دي چې له لویدیځه یې په شمال کې خپلې لیکې پیاوړې کولې؛ بلکې هغوی اوس د شمال په هر ولایت کې دومره ځواکمن شوي چې امریکايي او ناټو ځواکونو ته یې د هغوی له ټول تخنیکي او پوځي توان سره سره ماتې ورکړه، هغوی د بدخشان په غرني ولایت کې پنځه ـ شپږ کاله وړاندې د وردوج او یمګان غوندې ستراتیژیکې ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې وې.

طالبان د خپلې فکري معرکې د ګټلو لپاره هم عالي روحیه لري او هم قوي انګیزه، خو بالمقابل یې د غني امنیتي ځواکونه چې ټوله اتکاء یې پر خارجي ځواکونو وه د هغوی په وتلو سره سخت مورال بایللي او ټکیدلي دي.
هغوی نه د سوق او داري لپاره منظمه قومنده لري، نه د جګړې کولو لپاره انګیزه او نه هم د جګړې ګټلو لپاره روحیه.

نتیجه:
سره له دې چې د اشرف غني حکومت اوس هم د امریکا له مالي او سیاسي حمایت نه برخمن دی.
نړیوال مشروعیت یې پر ځای او پر امریکا سربیره د نړۍ د ډیرو هیوادو سفارتونه په کابل کې شتون لري.

د کابل ـ واشنګټن د امنیتي تړون له مخې تر ۲۰۲۴ پورې امریکا اشرف غني ته د کال د څلورنیم ملیارده ډالرو په ورکړه ملزمه ده.
خو په داخلي لحاظ یې مشروعیت په نشت حساب او د ولس تر قهر لاندې دي.

د طالبانو هیښوونکې پوځي برلاسي، د حکومت داخلي اختلافات، اداري فساد ، له هیواده د افغانانو تیښته، کورونا ، فقر او بیکاري ټول هغه څه دي چې د غني د حکومت د سقوط شیبې را لنډوي.

د حکومت شیبې یې لنډې یا اوږدې خو دا نه ده معلومه چې ولسمشر غنی به د رولا غني په ملتیا کابل هوايي ډګرته د تللو فرصت پیدا کړی او که به د ډاکټرنجیب په څیر هوايي ډګر ته تر رسیدو وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر په ځای د امریکا په سفارت کې پناه اخیستلو ته مجبور شي؟…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

محترم لیکوال صاحب ته سلامونه، په ډیرو مواردو کي مو د ډاکټر نجیب مقایسه د اشرف غني سره ډیره سمه کړې ده. خو یوه پرتله مو ولاکه چي په نافهمي سره د فکره لویدلې ده اوکه مو قصداً یادونه نه ده کړې. هغه دا چي د ډاکټر نجیب د واک او سقوط په درشل کي د حکومت او مجاهدینو رهبري مطلقاً د غیر پښتنو و لاسونو ته ولویدله. د کمونیسټي صفوفو د رهبري موقف پښتانه هم یا ووژل سول یا و تښتیدل او په مجاهدینو کي هم داسي خلګو کابل ونیوی چي ویل به یې چي داسي څوک ونه وینم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx