شعـــــرونه

زما همدا سړی بیخي ندی خوښ/ خدرخېل

جانان خدرخېل

ستا په یارانو کې مې دا سړی بیخي ندی خوښ
ستا چې دی خوښ، زما همدا سړی بیخي ندی خوښ

یو خو چې ښځه ډېره لوڅه شوه په توپ یې وله
بل مې ښوی مخی شا لیلا سړی بیخي ندی خوښ

یابه په سر، یا به په راز، یابه په جېب ډارېږې
زما سفر کې نا اشنا سړی بیخي ندی خوښ

بایللې مینې! چې خفه نشې او جار دې هم شم
په ټولو خلکو کې مې ستا سړی بیخي ندی خوښ

بس دا قانون دی د ملنګ به ملنګ ښۀ نۀ ایسي
او د باچا سړي باچا سړی بیخي ندی خوښ

د “خدرخېل” خو داسې زړۀ دی چې ملګرې یې کړي
خو د هغې خلقۍ ملا سړی بیخي ندی خوښ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x