افغانستان

طالبان:‌ افغانستان کې د «ترکي ځواکونو د اشغال د دوام» په وړاندې درېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې ترکیې او امریکا د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت د خوندیتوب په تړاو هوکړه وکړه او ترکيې د یاد هوایي میدان د ساتنې لپاره په افغانستان کې د خپل پوځي‌ حضور دوام ته چمتووالی وښود؛ طالبانو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او د ترکي ځواکونو پاتې کېدل یې د اشغال دوام بللی.

د طالبانو له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولس له ترکیې سره تاریخي، مذهبي او کلتور روابط لري، چې په افغانستان کې د پوځیانو د پرېښودلو «ناسنجیده اقدام» به دې دوو اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي‌.

اعلامیه کې وړاندې راغلي،‌ چې د ترکیې له لوري‌ په افغانستان کې د پوځي حضور دوام د افغان ولس د هوايي‌ او ځمکني تمامیت او د ملي‌ منافعو خلاف عمل دی او طالبان به یې د هغې فتوا په اساس په وړاندې ودرېږي، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پنځلس سوه جیدو علماء کرامو ورکړې وه او د «اشغال» خلاف یې جهاد فرض بللی وو.

طالبانو ویلي، چې ترکي چارواکو ورسره په لیدنو کې ډاډ‌ ورکړی و، چې دا ډول پریکړه به له دوو اړخیزو سلا مشورو پرته نه کېږي؛ خو اوس د شوي تعهد خلاف عمل شوی او ترکي چارواکو په خپل سر پریکړه کړې.

اعلامیه کې د ترکیې پر ولس او «هوښیارو سیاسیونو» غږ شوی، چې د ترکیې له لوري د شوې پریکړې خلاف غږ پورته کړي، ځکه د طالبانو له قوله، دا ډول پریکړې به د دواړو مسلمانو هیوادونو تر منځ ستونزې وزیږوي.

د طالبانو توند غبرګون وروسته له هغه دی، چې څو ورځې وړاندې د ترکیې او امریکا دفاع وزیرانو هوکړه وکړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې تر پای ته رسېدو وروسته به د کابل هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب مسئولیت ترکي‌ پوځيانو ته انتقالوي.

امریکا وایي، له حکومت سره د مرستو او د امریکا د ډيپلوماټیک ماموریت د دوام لپاره د کابل هوايي‌ ډګر له سقوط ژغورل اړین دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې ترکي عسکر باید د دوحې د توافقنامې په اساس له افغانستانه ووځي او که داسې ونشي، نو دوی به د نورو «اشغالګرو» په څېر چلند ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

افرين د نر زامنو الله د نور هم قدرت در کړي !

سرفراز

افغان ملت او دآزادۍ غازیان دداسی ځواب ورکړی چی اتاترک یی په قبر کی ددرد احساس وکړی دا ### او منافقینو ته دافغان زور یو ځل بیا باید ور وښودل شی او په هیڅ صورت دهیڅ کوم مسلمان او غیر مسلمان هیواد عسکر زموږ په پاکه خاوره د منلو ندی او طالبان د یو ځل بیا دافغان ملت په نمایندګۍ ورته اخطار ورکړی او کنه ددوی په هر ځای کی چی شتون حس کیږی حملی ورباندی وکړی او په زور یی باید وباسی لکه دا نور اشغلګر یی چی وباسل

محمد نعیم

اردوغان یو منافق، دوه مخی او بېقوله خاین شخص دی. ده د فتح الله ګولن او د هغه ملګرو باندي چي کوم سخت ظلمونه وکړل ټولو ته معلومه ده. موږ ته سوال دا مطرح دی چي ولي په افغانستان کي د هر چا څخه … ورکه سي؟ وایي چي ټول بهرني اشغالګر وځي او ترکیه پاتیږي. ولي؟ په نړۍ کي د سترو دولتونو د مسئولو کسانو غیر مسئولانه کړني د نړیوال امنیت لپاره د خطر زنګ دی.

Adam Khan
That is ok Talib Jan, just keep moving ahead.  Turkey has got lots of pine woods and 
they can afford as many coffins as they need.  
  This will not affect the wood industry of Afghanistan, INSHALLAH .  
عبدالرقیب

Turks are slow and clumsy in combat innovative techniques so will definitely loose from Afghans in battles as history has proven, but we feel uneasy killing them as we share some sort of common ancestry from maternal side

مجاهد

اسلام عربی لغت دی الهی اصولو ته تسلیمی یعنی د الهی اصولو تعمیلول که هغه به فردی او یا ټولنیز ډول وی یعنی ټول هیواد او ټوله بشری نړی کی باید د خالق لایزال په اوصول عمل وشی. خالق لایزال دا کار په (( کن فیکن )) هم کولای شی ( وشه کیږی ) مګر کفارو او منافقینو ته د توبی ویستلو وخت او چانس ورکوی که یی توبه ونه ویستله د سزاوو دوسیه به یی پیړه کیږی او هم یی د مسلمانانو د جنت ترلاسه کولو د پاره دا یوه لویه الهی ازموینه ده چه څوک د الله ج… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx