نظــر

د بګيل او بګيلبازانو په هکله بل تعبير

عبدالغفار سربڼ

د انتقالي، موقت، مشترک، حکومتونو راتلونکې پايلې به څه وي؟

بګيل بازي روسانو د يوې پراخې دسيسې په ترڅ کې او د دوامداره پټې او استخباراتي لاسوهنې په پلي کولو سره چې د ثور کودتا يې نتيجه وه شروع کړې وه . څو احساساتي او جذباتي هلکانو د روس د استخباراتو په لار ښوونې او د کېڼ پلوي روس وهلي ګوند په مستقيم ګډون د کودتا طرح عملي او نيمه مشروع نظام يې ړنګ او پر ځای يې يوه داسې اداره ودروله چې غړي يې حتی د مديريت چاره هم نه شوای سمبالولې.

لومړی بريدمن يې پر جرنيل امر مقرر کړ او بيسواده کارګر يې پر وزير وزير وټاکه . په هماغه اوله ورځ د مرکزي نظام جنازه د داود خان د کورنۍ په وژلو سره له ارګ نه او له افغانستان نه واخيستل شوه او چېرته لرې خاورو ته وسپارل شوه. هاغه وخت يو نيمګړي ملي وطني او ديني وفاق شتون درلود چې حاصل يې هماغه له کودتا مخکې نظام و. يو ملي، ديني هويت ژوندی و .پس له کودتا وطني، تاريخي، ديني ارزښتونه چې د وفاق زړي او هسته جوړوي کرار کرار د هماغه کودتا چيانو او د هغوی د منشعب او غبرګولي ډلو ګوندي رهبرانو په زيار او ابتکار د تاريخ کندې ته کزار شه. دغو ډلو اول ځل قومي، قبيلوي، طبقاتي، ګوندي او فرقوي تګلارې طرح او اجراء کړلې.

اصلي امران چې کرملين کې ناست وو هم داسې اټکل کاوه چې دغه جذباتي زلميان به د دوی په مرسته هيواد کې اخر ثبات راولي خو ډير ژر معلومه شوه چې د چوکيو په سر داسې د يو بل وينو ته تږي وو چې حتی کرملين هم د سقوط او جګړې مخه نه شوای نيولې.

تر هغو چې دوی پخپله مجبوره شول دا هيواد د يرغل له لارې اشغال کړي او بيا د خپلو بګيلو اجيرانو په لوبولو سره افغانستان وساتي. پايله معلومه ده چې هيڅ يو بګيل واکدار او نه هم پخپله بګيل باز روس ونه شو کولای واک بشپړ حاکم کړي.

۱۴ کاله بګيل د روس په لاس کې لوبيدل خو مجاهد ولس د وينو په بيه فقط دا ارمان ته جنګيده چې د هاغه مړ ديني او ملي وفاق پر ځای نوې اجماع او وفاق راژوندی کړي تر څو سوله او ثبات او مرکزي واحد نظام چې د صفاريانو له وخته دلته چليده بيا وچليږي. هوکې ولس پس له سترو قربانيو چې د خاورې يو پر لسمه وګړي کېږي ۱/۱۰ اشغالګر وويستل او دا يې هيله وه چې په مجاهد مشرانو کې به بګيل شتون ونه لري. دسيسه به نه وي.

واک ته به د امتياز او ذاتي او طبيعي خپل حق په سترګه نه ګوري بلکه هغه به وجيبه او مسوليت ګڼي د چوکۍ له پاره به يو بل نه وژني بلکه دغه مشران به هر يو هاغه بل د مشري لپاره شايسته او افضل ګڼي .خو لا د روس د فوج دوړي او غبار له هيواده نه وي الوتي چې دغو مشرانو پرته له يو دوه تنو هر يو ځان د مشري له پاره قابل او لايق تر او لا افضل ګڼه. دوي هم هر يوه له بل سره ناندري بيا وروسته جګړي شروع کړلي او حتي د خپل مومن همسنګر په خلاف يي له پروني واکمن جنرالانو سره ملګري شول او د واک د نيولو له پاره حتي له شيطان سر هم حاضر وو چې متفق شي.
دوي سره ښه ډير وجګيدل او جګړه هر يوه ته مغلوبه شوه هيڅ چا ميدان نه شو ګټلي هر يو بګيل شول ددوي دا نفاق دا حالت راوست چې بيا نورو نويو او زوړ روسي بګيل باز انو ميدان ته راودانګل او هر يو بګيل مشر يي لوبو ته استخدام کړل او دغه بګيل يي تر هغو ونڅول وجنګول او ولوبول تر څو چې د الله د حکم د جاري کولو له پاره د پخوانيو مجاهدينو له غړو نه څو د مدرسو طالبانو د ملا محمد عمر رحمه په مشري دا هوډوکړ چې ددغه فساد او شر مخه به نيسي او د ولس ارمان چې د ملي ديني وفاق او اجماع ژوندي کول دي تر سره کوي .چې بيا به د وفاق په پايله کې با ثباته او اسلامي نظام ټينګوي او سوله به د افغانانو هر کورته بيا بيرته ورګرځې.

کله چې دوي خپله مقدسه دنده تر سره کړله بيا هماغه چوکې پرسته مشران بګيل شول او حتي هيواد يي پريښود او وتښتيدل.

دغو بګيلو مشرانو له تيښتي وروسته بهر تلاش پيل کړ چې بيا د بهرنيانو په لاسونو کې ولوبول شي او کله يي د اروپايي پارلمان کله د ناتو کله يي د امريکايي کانګرس بيا کله يي د روس او هند او ايران او حتي عربي هيوادونو دروازي وټکولي چې دوي لا هم د دوي په لاس کې د لوبيدلو او بازي طاقت او وړتيا لري.

اسلامي امارت په خورا زيار مړه اجماع بيا دافغانانو په مينځ کې کرار کرار ژوندي کوله چې ددغو بګيلو مشرانو چېغو ته زبر ځواکه امريکا او ناتو بيا هم د يو جعلي تور په بهانه لبيک وويل او دوي ته يي بيا ماموريت وسپاره چې که دوی د اسلامي امارت په خلاف د ناټو د طيارو د بمبارد په مرسته او مخې مخې ته وجنګيږي نو دوی به بيا د امريکې له خوا پر قدرت او حاکميت سپاره شي.
هغه بګيل مشران چې د حاکميت خوب يې هم نه شو ليدلی د دسيسې په بنياد بيا واکمن شول خو دا ځلې د امريکايي ناټو امرينو تر حکم لاندې هم ناټو او امريکې دا خيال کاوه او هم خوشباورو ګاونډيانو او هم بيخبرو افغانانو دا هيله درلودله چې دغه فرقه، قوم پرسته او توکم پاله ډلې او پخواني بګيل نيمچه کمونيستان به له پخوا نه عبرت اخيستی وي او بيا به د چوکېو پر سر به خپل قومي او مذهبي فرقې سره نه جنګوي او يو بل سره به ناندرۍ نه وهي، دسيسه، لمسون او نفاق به پريږدي.
د يوه واحد هيواد او محکم تجزيه نه منونکې حاکميت له پاره به زيار کاږي. خو بيا بګيلو له اتمر او علومي او تڼي او ګلابزوي سپنتا او کرځي او سياف او حکمتيار واو مسعود ورونو او قسيم فهيم او قانوني او محقق او خليلي او دوستم اوعطا نور او اسماعيل او سالنګيان او تکنوکرات غني او داود زي او رحماني او بابه جان او پدرام او لس هانور و نه نيولي بيا تر نو بالغه اشغال روزلي امرالله او حمدالله او د ارګ مديا داسي په دي شلو کلونو کې سره وخوړل او د يو بل په خلاف توطې او دسيسي وکړلي چې د افغانستان په تاريخ کې چا نه دي لوستلي. او ددوي د دغو کارنامو په پايله کې امريکا له خپله انتخابه بيزاره شوله ډېرې خبري پټي ساتل شوي خو هغه چې افشا شوي هغه دا چې دلته دي يوه اجماع او اتفاق د يوه محکم او سوکاله نظام د جوړولو له پاره راغلي واي د خلکو باور نه راځي. ددوي کړني دومره ملي ضد او د ديني او وطني هويت او ارزښتونو په خلاف دي چې د خلکو ټولي هيلي او باورونه يي پر سيلاب لاهو کړي او خلک پر دوي دوهم او دريم ځل بالکل اعتبار نه شي کولاي.

اول درجه غربي مشاورين اوله درجه نظامي ملکې اقتصادي سياسي تخنيکې مشاورين او متخصصين بيحسابه توري سپيني پيسي او لګښتونه شل کاله اوږد فرصت … دا ټول ددغو بګيلو ډلو په اختيار کې وو خو دوي دا ټول وسوځول او نن هيواد هماغه بيثباته او بحراني حالت کې سا باسي چې د ثور د کودتا نه وروسته ور سره مخامخ شوي وو .کله چې امين تره کې خفک کړ او موده وروسته بيا روسانو يرغل وکړ. خو المنته لله او الحمد لله چې نن د طالبانو شل کلن مقاومت دهاغه ناورين د تکرار مخه نيولي شي .

زه زښت زياد عذر غواړم چې د علمي اصولو خلاف مجبور شوم د بګيل لفظ او د بګيل بازي اصطلاح باندي تم شم او بل کوم لايق بديل مي په لغت نامو کې ونه موند. نو بايد دا جوته کړم چې د بګيلو لوبول او ګډول د کوم افغان مشر اختراع نه ده بلکه ډېره اوږده استعماري سابقه لري.

کله چې دغه څلويښت کلن ناورينيز پس منظر ته ځير شو ګورو چې افغانستان بيا د يو حياتي انتخاب په درشل کې دريدلي:
په سياست کې يو مکتب دي چې هغه ته دماګوژي يا عوامفريبي خلک غولونه ويل کېږي. ددغه مکتب وطني پيروان او د هغو بهرني سيکولر او غير سيکولر حامي د افغانستان له پاره دايتلافي ګډ وډ مشترک يا انتقالي او يا موقت حکومتونو طرحي وړاندي کوي چې د ټولو بنسټ پر موجوده اساسي قانون هوکړه او راټوليدل ګڼي اود همدغو بګيلو مشرانو او د طالب مشرانو شريکېدل او ګډون يي موخه ده. دغه طرحه بايد وڅيړل شي!

لومړۍ خبره دا چې دغه بګيلې ډلې اشغال ته د اشغال په توګه نه ګوري بيا هيڅ يو د دوی له ډلې د يو واحد افغانستان په ګټه له خپلو فرقوي، قومي او مذهبي خرافاتو او ګټو نه تيريږي. د دوی جمهوريت بايد داسې بڼه ولري چې هر بګيل مشر په هغه کې ملک وي او پوره واکداري ولري. يعنې د پښتون په سيمه کې تاجک والي نه وي او برعکس د تاجک په سيمه کې پښتون قاضي نه وي. او پښتون حق ونه لري چې د تاجيک او ازبک سيمه کې پښتو ووايي او برعکس.او داسي نور تبعيضي چلند.

د ثور د کودتا له وقته تر دا نن ورځي که د ايديولوژيک کمونيستي واکمني بيا د جهادي قومي فرقوي ګوندي واکمنيو تاريخ ته مراجعه وکړو نو و به وينو چې دري څلويښت کاله ټول په دسايسو او توطيو او حيلو کې تير شوي دي. د افغانستان شاهي فوج چې اوله کودتا وکړه د داود خان په نيابت او ضمني هدايت او بيا وروسته نو د کودتاو تجربه په عنعني او رواج بدله شوه.

د مرحوم خداي بښلي ميوند وال جعلي او ساخته ګي کودتا .خلقي کودتا.د ببرک د پلويانو قادر او کشتمند او رفيع کودتا .د شعله يانو کودتاه بالاحصار کې. دوه ناکامي پرچمي کودتاوي د تره کې په ضد بيا د سروري ګلابزوي کودتا د امين پر ضد بيا دتره کې او امين کودتاوي د يو بل پر خلاف بيا د امين په خلاف د وحدت غوښتونکو خلقيانو پرچمي کودتا بيا نجيب پر ضد دتڼي يا برعکس د اولي د دومي په خلاف کودتا وروسته د نجيب په خلاف د خپلو ملګرو بريالي دوستم مزدک وکېل عظيمي کودتا د شوراي نظار په لار ښونه بيا وروست د حکمتيار بغاوت د رباني مسعود په خلاف بيا د دوستم کودتا د رباني مسعود پر ضد او داسي نوري فوجي دسيسي. دغه غونډي دسيسي فقط او فقط د بيثباتي زيږنده دي. کله چې د واک ويښ او تقسيم د ايديولوژي او قوميت او ګونديز او قبيلوي او قومي ارزښتونو پر بنا وشي همدا به يي نتيجه وي چې مونږ يي دا څو لسيزي وينو. هر يو به د سياسي انتخاباتي مبارزي په بهانه د بل په خلاف په دسيسو بوخت وي. دغه ډلي پرته له دسايسو نه شي کولاي خپلي بقا ته دوام ورکړي.

بيا خو دغه شل کلني مودي بالکل ددوي د کړنو ثبوت په لاس ورکړ. شل کاله دوي د انتخاباتو تر نامه د نړي له ټولو رسوا کارنامه او درامه د ننداري صحني ته راوستله. داسي ديموکرات او ليبرال او سيکېولر به په نړي کې نه وي چې ددغو بګيلو تازه ديموکرات شويو په کړنو به نه وي شرميدلي که انساني وجدان يي ژوندي وي . يو ځلي نه بلکې لس ځلي له رياست جمهوري بيا تر ولسي جرګي بيا تر ولايتي جرګو انتخاباتو هم تقلب او درغلي او هم اختلاص او اداري فساد ته مخه کړي وه. رسوايي يي جهاني شوه. سره له دي چې دا څولسيزي ددوي په ذات البيني قومي شخړو او جګړو کې له سلو زرو زياد خلک شهيدان شول له توکم پالني نه دي تير… دغه ډلي له طالبانو سره ابدا د حاکميت په هکله توافق ته په سوله ايز توګه نه رسيږي ځکه طالبان دلته ملي سراسري اسلامي حاکميت ټينګول غواړي خو دوي ملوک الطوايفي واکداري.

نن ورځ چې هر هيواد له دغو بګيلو سره مالي تجهيزاتي نظامي مرستي او خواخوږي څرګندوي د افغانستان تباهي غواړي. د بګيلو مليشي خو هاغه د شلو کلونو پخوا نه داعيه پاتي ده او نه جذبه.

طالبان چې دا اوس دومره چټک او له تاوان نه پرته سيمي نيسي داسي هم نه ده چې په جګړو يي لاس ته ورځي. بلکه اولا اشغالګرو دلته داسي ظلمونه کړي چې هيريدونکې نه دي او بيا د کابل اداري فساد او بيکفايتي او د زورواکو ظلم خلک داسي پکو کړي چې د طالبانو فقط راتګ ته سترګي په لار دي. نن بيا دغه ډلي روان دي هندوستان روس ته چېن ته سعودي او مصر او ترکېي ته او تاجکستان او ازبکستان امريکا او اروپا او…. تر څو يو ځل بيا ځان ته بګيل باز ولټوي .تر څو بيا د افغانستان په نامه د جمهوريت او دموکراسي په نامه او د ميرمنو او بشري حقونو تر عنوان لاندي د بهرنيو بګيل بازانو لاسونوکې د هغوي په ګټه او د خپلي بقا لپاره ونڅئږي او ولوبيږي. خو! داځل ددوي ټول ظرفيت او مهارت نړيوالو او هيوادوالوته بيخي جوت شوي نور نو فقط نا پوهه بګيل باز به پر دوي پانګه او وسله ولګوي.

ورسيدو د بګيلنامې اخري خبرې ته!
داسې يو متواضع او نرم مزاج مشر لکه مولوي صاحب متقي حفظه الله ته د مشوري په نامه خبرداری ورکول زما په ناقص فکر د هغه له کړنو او عقايدو نه غلطه عکاسي ده دی دومره ارامه غږيږي چې هر چاته دا يقين ورکوي چې دي رښتيني دي او دي د سلامتي وعده ورکوي او وعده تر سره کوي. نو که مونږ ليږ خپلي عينکې په سپين صاف ټوکر پاک کړو نو هرو مرو به دده د خبرو او کړنو په هکله روڼ تصوير ووينو. ان شا الله

بيا که دا د راتلونکې په هکله کومه غيبي وړاند وينه وي نو په زغرده دا ويل غواړم چې متقي صاحب نه بګيل پاتي شوي دي او نه هم طالبان د کوم بګيل باز لاس ته د لوبيدلو له پاره ورکوي.

چاته چې مرګ او ژوند د الله په ليار کې يو شاني وي او د هغه په رضا ځان قربانولي شي ابدا د بل په لاس کې لوبيدلي نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

سومره خوگی خبری دی وکری ، جزاکالله، بلکل هم داسی ده وروره. د ملا بیچاره مسئولیت تعلیم او تعلم وو په افغانی تولنه کی ، چی هغی کی مو هم ضعیفه ساتلی وو ، بیا چی عسکری مو هم وردغاری کره ، نو بی حده نامردی ورسره سکولی کری او کوی یی ، نو د ملا صبر او استقامت ته می سلام دی . او دی ته هم حیران یم ، چی ملا خپله خیته سمه نشوای ساتلی او اوس نو راشه چی دیرش ملیونه گمراهانو خیتی وردغاری شی ، چی دی به سه ورسره کوی ، رب العزت یی… نور لوستل »

غوربندي

ځار ځار سړبن صاحب

ستاسو د لیدو او ملاقات په هیله

الله تعالی مو اوږد عمر نصیب کړه

شالو

خير يوسې وروره ۔ برکتي شي۔

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx