روغتیا

امریکا د جانسن واکسینو په اړه د «عصبي اختلال» ناروغۍ رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکا متحده ایالتونو د خوړو او درملو ادارې خبرداری ورکړی چې د کرونا ضد جانسن اینډ جانسن واکسین د عصبي اختلال ناروغۍ د نادره بڼې رامنځته کېدو خطر لري.

د رویټرز خبري اژانس وروستۍ څرګندونې ښيي، چې د جانسن امریکایي واکسین له پلي کېدو وروسته په شپږ اوونیو کې دننه د عصبي اختلال د رامنځته کېدو شونتیا لري.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د جانسن اینډ جانسن شرکت ته په یوه لیک کې د دوشنبې په ورځ په ډاګه کړې، «معلومات ښيي چې د واکسین له پلي کېدو وروسته د عصبي بې نظمۍ یا اختلال د رامنځته کېدو خطر ډیر دی».

د راپور له مخې، که واکسین اخیستونکی د کمزورتیا، په تګ راتګ او یا د مخ په حرکتونو کې د ستونزې نښې ولري، باید په دې اړه روغتیایي پاملرنې په پام کې ونیسي.

رویټرز زیاتوي، د جانسن واکسینو له پلي کېدو وروسته په ۹۵ کسانو کې د عصبي اختلال ناروغي رامنځته شوې چې په روغتون کې جدي بسترولو ته اړتیا لري، د راپور له مخې د یادې ناروغۍ څخه یو کس مړ شوی دی.

بل لوري ته د جانسن اینډ جانسن شرکت په خوړو او درملو د خبرداري په غبرګون کې ویلي چې د یادو قضیو په اړه یې له تنظیم کونکو سره بحث کوي، خو دوی ویلي چې د سنډروم د رامنځته کېدو پېښې په کوچنۍ کچه زیاتیږي.

سنډروم یا getting Guillain-Barré syndrome (GBS) یو نادر عصبي حالت دی چیرې چې د بدن معافیت سیستم د عصبي ریښو په محافظتي کوټ برید کوي، په زیاتره مواردو کې د باکتریا یا ویروس انتان تعقیبوي، خو روغتیا پوهان وایي چې له یادې ناروغۍ څخه زیاتره خلک روغیږي.

باید وویل شي چې په امریکا کې تر دې مهاله د جانسن اینډ جانسن شرکت ۱۲.۸ ملیونه دوزه واکسین پلي شوي دي.

دغه واکسین چې یو کس لپاره یو دوز کافي وي، اونۍ وړاندې افغانستان ته د ۱.۴۳ ملیونه دوزو لومړۍ جوپه رارسېدلې، کوم چې د امریکا له لوري مرسته شوي دي، د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې په هېواد کې د جانسن واکسین تطبیق پېل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x