ادبي لیکني

د فلسطین ماشومه! رښتیا درته وايي، خو!

لیکوال: خالد جمال

دا چې ته په اور کې سوځې، په باروتو کې لولپه کېږې، په ټانکونو او توپونو دې کور ورانېږي، په بمونو دې کلی بمبارېږې، یوازې تا نه، بلکې مورکۍ دې هم ولې! د خورکۍ د کرېغو پروا دې هم نه لري! ملکي او نظامي ټولو ته په یوه سترګه ګوري! په یوه توپ یې ولې! یو بم پرې راغورځوي!

زما په کور او کلې کې هم ورته غمیزه مسته شوې، څو لسېزې کېږي چې زما په کور کې هم ستا په څېر اور بل دی! او ګناه زما او ستا یوه ده! دواړه خپلواکي غواړو! دواړه آزادي غواړو! دواړه کفار په خپله خاوره کې نشو زغملی! دواړه قرآن غواړو! ته پوهېږې چې په ننۍ سیاسي نړۍ کې تر دې بله لویه ګناه نشته! لکه تا ته چې له خپل ایمان او خپلې خاورې سره د مینې له وجې ترهګر وايي دغسې مې ترهګر بولي! په کومه چاړه چې تا حلالوي په همغې یې زه حلال کړی یم او لا مې حلالوي! اوس چې څه را باندې راغلي دا مو د خپلواکۍ غږ اوچتولو سزا ده! خپله لاسه ګله لاسه! اوس به یې منو، ورته ټینګېږو به!

هغه چې د اسرائیلې ټانک په توپ کې مرمۍ ږدي، او هغه چې اسرائیلې طیاره له بمونو ډکوي او بیا یې په تا تشوي! هغه چې په تا ظلم کوونکو ته پیسې ورکوي! هغه چې وايي اسرائیل له ځان نه ددفاع حق لري! حق لري چې د فلسطین ماشوم ووژني! د فلسطین ښځه ووژني! د فلسطین نجلۍ ووژني! د فلسطین بوډا ووژني! د فلسطین کور او کلی وران کړي!

همدا زما کور ته خپله راغلی! تا ته یې اسرائیلیان در مخکې کړي، خو ما ته په خپله راغلی! دا دیارلس کاله یې داسې ځورولی یم لکه اوس چې تا ځوروي! بمونه یې راباندې اچولي! ټانکونه یې په کور او کلي را خېژولي! کټ مټ لکه ستا په کور یې چې اوس در خېژوي! زندانونو یې راباندې ډک کړي دي!

خو په رښتیا یو توپیر مو شته، ستا پالنه درملنه کېږي! د سیاستمدارانو وچې اوښکې در باندې توييږي! په تلویزیونونو او انټرنېټ کې خبرې در باندې کېږي، زړه بوږنوونکي انځورونه دې خپرېږي! یو څه غږ دې تر یو ځایه رسي. خو زه له دې ټولو بې برخې یم

هو زما ورورکیه! زه پوهېږم چې تا ته حقیقت معلوم دی، څوک دې په یو څو درواغزنو کرښو نشي تېر ایستلی! ځکه ته پوهېږې هغه څوک چې ځان در خورځه خورځه کوي! دغه کس د هغه چا صمیمي دوست دی چې تا ته یې اسرائیل در مخې ته کړي! د هغه چا دوست دی چې د اسرائیلو په توپ کې مرمۍ اچوي! د هغه چا دوست دی چې د اسرائیلو طیارې ته تېل اچوي، او له بمونو یې ډکوي! په دې خو ته خامخا پوهېږې چې آیا داسې څوک زما او ستا خواخوږی جوړېدی شي!

دا ډول خلک به زما او ستا په څېر مظلومانو ته څه ډول پام وکړي! تا به لیدلي وي کله چې د نړۍ خورو استازی زمونږ هېواد ته راغی، هغه چې پیروان یې ستا دښمن د ځان دښمن ګڼي، ددې پر ځای چې خلکو ته وګوري، له هرو دوه خبرو وروسته به یې د کیري سترګو ته کتل! یو ځل به یې د هغه سترګې ولوستې بیا به یې خبره کوله!

زه په دې ډاډه یم چې دا ډول مسخ شوي وجدانونه ته ښه پېژنې، خو هسې مې یوه یادونه درته وکړه، چې ددې ډول ناولیو اوتو بوتو ته دې پام وي. دا رنګه څېرې نه واک لري، نه ځواک، نه اراده لري نه اداره، واک، ځواک، اراده او اداره ټول یې د هغه چا دي څوک چې اسرائیلو ته ستا د وژلو امر کوي! او زما د وژلو ذیمه واري یې په خپله غاړه اخیستې ده!

خالد جمال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x