ټولنیزه برخه

د غوسې کیلیګانې!

رحمت الله مومن

د هر انسان د غوسې ځانګړې کیليګانې وي چې د خپلې غوسې دروازه پرې پرانیزي.

غوسه بېلا بېل ډولونه لري لکه:

۱- بهېدونکې غوسه.

۲- د سپکاوي غوسه.

۳- د غچ او انتقام غوسه.

۴- ستونزمنه غوسه.

۵- پټه غوسه.

۶- هغه غوسه چې تعبیر ترې کېدای شي.

له دې ځایه لومړی د خپلې غوسې کیلیګانې معلومې کړه او بیا له هغې سره سم چلند وکړه، کله چې غوسه درشي او ته یې د کابو کولو هوډ وکړې؛ نو دا څه ګران کار نه دی، ځکه ته په ډېرې اسانۍ کولای شې چې غوسه دې ارامه کړې او ښه معامله ورسره وکړې.

دا هم ممکنه ده چې د خپلې غوسې کیلیګانې دې ډېرې کمې ثابتې کړې، هغه داسې چې کېدای شي د لږ څه له امله غوسه کېږې، که دا راز دې معلوم کړ؛ نو کولای شې چې خپله غوسه دې په واک کې کړې، چې په داسې حال کې دې ناحقه غوسه کړي چې ستا خوښه نه وي، بلکې ته به د یوه لوړ نفس څښتن شې او بیا به پر تا کم عقل خلک ټوکې نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما د معلوماتو له مخی انسانی فطرت کی د الهی ازموینی د دوام د پاره حیرانونکی مثبت او منفی خصلتونه اخښل شوی چه یو له هغو منفی خصلتو څخه غصه ده. حدیث شریف کی هم فرمایی ( پیاوړی شخص هغه چه غصه ښکته کړی ) او بل ځای فرمایی ( چه د قدرت وخت کی بخښنه وکړی ). ورته نور داسی خصلتونه شتون لری په دی اړه لری چه هغه شخص څومره بدمرغه یا نیکمرغه انسان دی بدمرغه د شیطان د وسوسو شکار او غصه نه شی زغملایی یا ځان تر مقابل اړخ پورته شمیری بخښنه ورته د منلو وړ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x