
کرزی: ډیر ژر به د سولې جدي خبرې پیل شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، افغانان دې د خپل هیواد راتلونکې ته هیله ولري او ژر به د سولې د خبرو د جدي پيلېدو شاهدان وي.
کرزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د وینا په مهال پر طالبانو او حکومت غږ کړی، چې د سولې فرصتونه له لاسه ورنکړي او ړاندې یې زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله تامینېږي او ډیر ژر به خلک د سولې د جدي مذاکراتود بیا ځلې پیل شاهدان وي «نو حوصله وکړئ، تدبیر وکړئ او د سولې په لور ګامونه واخلئ.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې د تامین په موخه باید د یوه ملي حکومت د جوړېدو لپاره کار وشي او طالبان او حکومت د خبرو له لارې افغانستان له روان حالت وباسی.
کرزي ددې تر څنګ د طالبانو له لوري د ولسوالیو سقوط بې ګټې بللې او د ملي امنیتي بنسټونو په ساتنه یې ټینګار کړی دی.
ده ویلي، چې اوسني امنیتي بنسټونه باید وساتل شي، ځکه دده له قوله، ډير په ستونزمن حالت کې جوړ شوي او کار یې له «هیڅ» را شروع شوی.
کرزي که څه هم د سولې د جدي خبرو د پيلېدو په اړه نور جزئیات ورنکړل؛ خو د بي بي سي یوې خبریالې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روانه اوونۍ د پخلاینې عالي شورا د مشر «عبدالله عبدالله» په مشرۍ یو لوړپوړۍ سیاسي پلاوی دوحې ته ځي.
BBC breaking – High-level #Afghanistan talks in #Doha this week – sources tell us a political delegation led by @DrabdullahCE leaves Kabul on the 16th. Are the #Taliban ready to discuss power-sharing or is it, essentially, a call for surrender ?
— lyse doucet (@bbclysedoucet) July 13, 2021
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم په دوحه کې دی او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال سره یې لیدلي دي.
د سولې خبرو د جدي پيلېدو راپورونه داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر وروستیو پورې ښايي بشپړه شي.
یوه ورځ یو چا پوښتنه وکړه چه تر غلام اشرف غنی به وطن پلورنکی او بیغیرته انسان په نړۍ کی نه وی هغه بل ورته وویل [[ شته دی ]] ویل [[ څوک دی .]] هغه بل کس ځواب ورکړو هغه غلام کرزی دی ، د لمړی ځل د پاره هیواد کی د فساد کمپله ټوله او په ځای یی د شوری اشغال او الحاد وروسته خپلواکی او اسلامی حکومت طالبانو قایم کړو او امریکایانو کرزی د شاه شجاع او کارمل په شان به سره ډولۍ کی میکپ شوی ارګ ته ننویست او اسلامی حکومت په ځای یی د خرو… نور لوستل »
محترمه استاده دکرزی دانده معلومه چه کمونسټ دۍ داشرفغنی دامعلومه ده چه منافق کومنسټ دۍ په قرآنکریم کی منافق دالبقری ۸،۱۲ پوری په ترجمه ووایه چه دانسانانوبدترین مخلوق دۍ اوځایی دجهنم تل دۍ،لویه بدبختی دلته ده چه زموږسیاسین،ملایان اوپوهان هیڅ دقرآڼکریم ذکرنکوی حالداچه ټول ارتباتات په قرآڼکریم پوری مربوط دی لکه کامیابی ناکامی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
بیانزی صاحب! باور ورکړه چي احساساتو ته دي درناوی لرو. خو پښتو متل د چي میړه مړ کړه خو میړانه یې مه ورکوه. کرزي خوارکي د صلحي لپاره ډیري هڅي کړي دي. دا چي د نړۍ د ابرقدرتونو نظر د طالبانو په اړه بدل سوی دی، د کرزي صاحب ډیر رول پکښیکي دی. د پاکستان د محبس څخه د ملابرادر اخوند او یو شمیر طالب رهبرانو خلاصون کي یې رول لرلی دی او په خپله دوره کي یې ملي امنیتي ځواکونه د ولسي وګړو په وژلو نه دي تشویق کړي او د طالبانو د سقوط پر مهال یې ډیره هڅه… نور لوستل »
کرزی وایی چه د طالبانو په واسطه د ولسوالیو سفوط بی ګټی دی لمړی سقوط نه د فتح اصطلاح باید وکارول شی مګر د غلامانو د باره سقوط دی بیا سمه ده کله چه غلام کرزی د امریکا او ناتو سره میکپ شوی کابل ته راوړل شو امریکایانو ورله ولسوالی، ولایتونه او کابل نیولو د هغو ولسوالیو سقوط بی ګټی نه وو مګرازادی خواهان مجاهدین چه له دوی ولسوالی تسلیموی دوی یی سقوط او بی ګټی شمیری ولی؟ ځواب به یی همدا وی چه هر څه د یرغلګرو او غلامانو په تاوان وی هغه سقوط او بی ګټی او که… نور لوستل »
کرزی صاحب ډیره ښه خبره کوي. موږ هم غواړو چي رامنځته سوي بنسټونه وساتل سي. رامنځته سوي بنسټونه په خپل ذات کي بد نه دي. مشکل د کابل محوره سازمانونو دی چي دې بنسټونو ته یې ټوله بې کفایته خاین او بېظرفیته خلګ معرفي کړل چي هغوئ د شر او فساد پرته هیڅ هم ونه کړل. دا چي ۲۰ کاله د کابل سازمانونو چانس درلود او د خلیلزاد د قوله چي طالبانو چانس درلود خو هغوئ اوس چانس د لاسه ورکړ، موږ اوس وایو چي د کابل سازمانونو چانس درلود خو اوس یې چانس د لاسه ورکړی دی. اوس باید… نور لوستل »