افغانستان

ګارډين: د ولسواليو، پوځي قرارګاوو سقوط او د عسکرو تسليمۍ افغان حکومت هم حیران کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): له برتانيې خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې د طالبانو د وروستيو پرمختګونو، د حکومتي عسکرو د تسلیمۍ او د لسګونو ولسواليو د سقوط په اړه ځانګړی مطلب خپور کړی دی.
ګارډين ورځپاڼه وايي، چې د لسګونو ولسواليو او پوځي قرارګاوو سقوط او همدارنګه د زرګونو پوځيانو او پوليسو تسليمي د کابل حکومت هم حیران کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د کابل حکومت د ملي دفاع پخواني وزير اسدالله خالد د خپلې دندې پر مهال ولسمشر اشرف غني ته وړانديز کړی و، چې د سترو ښارونو د ساتلو لپاره بايد د سختو پرېکړو کولو ته حاضر شي او يو شمېر لرې پرتې سيمې بايد پرېښودل شي، تر څو ستر ښارونه او لويې لارې وساتل شي.

ګارډين د حکومتي سرچينو په حواله وايي، چې اشرف غني او د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه طرحه رد کړې وه، خو اوس چې لسګونه ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې سقوط شوي، د کابل حکومت يې هم هيښ کړی دی.
د ورځپاڼې په وينا غني او محب ويلي وو، چې د يوې لوېشتې خاورې پرېښودو ته هم نه دي تيار، خو اوس، چې طالبانو لسګونه ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې ونيولې، دوی يې هم هک پک کړي دي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې د بهرنيو پوځيانو د وتلو بهير په ګړندي کېدو د طالبانو پرمختګونه هم په بې ساري توګه زيات شوي، په تېره لنډه موده کې يې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او لسګونه پوځي قرارګاوې نيولي او زرګونه پوځيان هم طالبانو ته تسليم شوي دي.

د ګارډين په وينا د اشرف غني حکومت ناکامه هڅه پيل کړې، چې د پخوانيو ملېشو په راپورته کولو د طالبانو پر خلاف يو ځل بيا د جګړې ډګر تود کړي، په داسې حال کې، چې دغه ملېشې په نويمو کلونو کې د کورنۍ جګړې او بدبختو تر ټولو ستر لامل وې.

ورځپاڼه وايي، اشرف غني په داسې حال کې د ځايي ملېشو پر مټ د طالبانو خلاف د جګړې ګټو خوارۍ پيل کړي، چې په تېرو لنډو وختونو کې يې د دغو ملېشو د منحل کېدو غوښتنه کوله.

د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم څو ورځې مخکې له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې دوی د طالبانو د وروستيو پرمختګونو هيله نه درلوده.

حکومتي چارواکي طالبان د جګړو په تېزولو تورنوي، خو طالبان د حکومت دا تورونه ردوي او وايي، چې ډېری ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې ورته د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب له جګړې پرته تسليم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

هو افغان ولس هم دې خبري ته حیران دی چي هر کله په افغانستان کي د سیاسي نظام بدلون اړتیا احساس سي نو په پښتنو میشتو سیمو کي کورنۍ جګړې پیل سي او په مرکز او شمال کي اقلیتي ملیشې پیدا سي او پر پښتنو ظلمونه پیل کړي. په ټول هیواد کي پښتانه د جګړې د بندیدو زارۍ کوي اقلیتونه د بهرني قدرتونو سره د نوي نظام د څرنګوالي او خپل مینځو ونډو باندي چنې وهي او هر ځل نوی نظام اقلیت پروره او اکثریت ضد وي. لمړۍ کمونیسټي کودتاه، دوهمه کمونیسټي کودتا، دریمه کمونیسټي کودتاه، د نجیب کودتاه، د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx