نړۍ

ګیلاني دټولو سیاسي ګوندو دمشرانو عاجله غونډه راوغوښته

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵) اسلام اباد: دپاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني نن دهیواد دټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره اړیکي نیولي اوپه اسلام اباد کی یی دټولوسیاسی ګوندونو دمشرانو یوه غونډه رابللی ترڅوپه هیواد کی پرروانو ناامنیو اوهمدارنګه دپاکستان اوامریکي ترمنځ پرراپورته شوی تاو اوتریخوالي باندی خبري وکړی.

یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبر نشرکړی دی، وایی ښاغلي ګیلاني دپاکستان مسلیم لیګ نون ګوند مشر نوازشریف، دعوامي نیشنل ګوند مشراسفندیار ولي، دپاکستان دمتحده قومی غورڅنګ مشر الطاف حسین، دجمعیت اسلامي مشر منورحسن، دجمعیت علما‌ء سلام مشر مولنافضل الرحمن، دپاکستان مسلیم لیګ ق مشر چودري شجاعت حسین اوهمدارنګه دمسلیم لیګ عوامي مشر شیخ رشید سره تلفوني اړیکی نیولي اوټولومشرانو ته یی دیوي ګډي غونډي بلنه ورکړی ده ترڅو دهیواد پرروانه حالاتو اوله امریکی سره دپاکستان پرترینګل شویو اړیکو باندی خبري وکړي.

ښاغلي ګیلاني غواړي په پاکستان کی پرروانو حالاتو باندی ټول سیاسي مشران به اعتماد کی واخلي اودامریکي له لوري پرپاکستان باندي لګول شویو ناسمه تورونو ته په پوره ایمانداري سره جوابونه ووایی، ګیلاني دخپلو خبرو پرمهال وویل امریکي دپاکستان پرټول اولس باندی تورونه لګولی دی، نوموړی زیاته کړه دارنګه بی اساسه تورونه به دواړو هیوادونو ترمنځ اتلاف ته زیان واړوی اودترهګري په وړاندي روانو هلوڅلو باندی به بد اثرواچوي.

ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ګیلاني ته باور ورکړي چي دملی یوالي اودقوم دعزت او وقارلپاره به له حکومت سره اوږه په اوږه ودریږی.

دیادولو وړ ده چی نن ښاغلي ګیلاني په ناڅاپه توګه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیري ته امروکړ چي ژرترژره هیواد ته راستنه شي، دپاکستان دبهرنیو چارو وزیره اوس په امریکه ده داسي ګمان کیده چی ښاغلي حنا کهر به په نیویارک کي ملګروملتونو دعمومي اسمبلي په غونډه کی برخه واخلي، خونن دپاکستان دلومړي وزیر له لوري هغي ته امرشوی چی ژرترژره هیواد ته راستون شي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x