افغانستانسولې اړوند خبرونه

له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو لوړپوړی پلاوی دوحې ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي‌ شورا د مشر «عبدالله عبدالله» په مشرۍ یو لوړپوړی سیاسي‌ پلاوی دوحې ته ځي تر څو له طالبانو سره د افغان سولې په اړه وغږېږي.

د بي‌ بي‌ سي یوې خبریالې‌ «لیز دوسیت» د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې دغه لوړپوړی پلاوی به روانه اوونۍ د جولای د میاشتې په شپاړلسمه نېټه له کابله د دوحې په لور وخوځېږي.

د طالبانو او حکومت دننه سرچینو که څه هم تر دې دمه رسما د سفر په تړاو څه نه دي ویلي، خو عبدالله عبدالله په کابل کې یوې خبري ناستې ته یاده کړې وه، چې په راتلونکو څو ورځو کې د لوړې کچې د مذاکراتو فرصت شته.

د کابل حکومت پخواني‌ مشر «حامد کرزي»‌ هم نن په کابل کې یوې ناستې ته ویلي، چې ډېر ژر به د سولې جدي مذاکرات پيل شي.

بل لور ته «هشت صبح» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله دوحې ته د کابل د سیاسي‌ پلاوي‌ خبر تائید کړی او وړاندې زیاتوي، چې تمه وه دا پلاوی په سرطان میاشت کې قطر ته سفر وکړي، خو د ناڅرګندو دلایلو له امله وځنډېد.

د سرچینې په وینا، که څه هم د پلاوي اوسنی ترکیب څرګند نه دی؛ خو په سرطان میاشت کې د ځنډېدلي‌ پلاوي په ترکیب کې عبدالله عبدالله، حامد کرزی، عنایت الله بابر فرهمند، یونس قانوني، کریم خلیلي او یو شمېر نور سیاسیون شامل وو.

دغه سفر وروسته له هغه پلانېږي، چې څه موده وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی «ماجد القحطاني» کابل ته راغی او د قطر د امیر ځانګړی لیک یې اشرف غني‌ ته وسپاره.

د‌ طالبانو دننه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل، چې دوحې ته د‌ یوه سیاسي‌ پلاوي‌ د ورتګ پلان شته، خو لا هم څرګنده نه ده، چې پلاوی به په کومه نېټه  سفر کوي،‌ ځکه د سرچینې په وینا، تر دې وړاندې هم دې سفر ته نېټې ټاکل شوې وې، خو هر ځل بیا ځنډېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx