
امریکا: د عسکرو د ایستلو لړۍ پنځه نوي سلنه بشپړه شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکایي پوځ مرکزي قومنداني «سنټکام» وایي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ یوازې پنځه سلنه پاتې ده.
د سنټکام له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستانه د پوځيانو د ایستلو لړۍ په منظم ډول روانه ده او د امریکايي ولسمشر له امر سره سم تر دې دمه ۹۸۴ په نظامي توکو بار الوتکې له افغانستانه وتلې دي او ۱۷۰۷۴ قطعې توکي بیا د لوژستیک ایجنسي ته د ویجاړولو لپاره سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې په بنسټ، په عمومي ډول د عسکرو د ایستلو پروسه پنځه نوي سلنه بشپړه شوې.
یاده دې وي، چې د امریکا د ولسمشر له پریکړې سره سم ټول امریکايي عسکر د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر وروستیو پورې له افغانستانه وځي.
ورته مهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې په دوام طالبانو بې مخینې پوځي پرمختګونه کړي او د هیواد په شاوخوا دوه سوه ولسوالیو یې ولکه ټینګه کړې.
دا خبره چه امریکایان له افغانستانه به دی او هغه تاریخ کی (( ووځی ))، ناسمه اصطلاح ده سمه یی دا چه (( ویستل کیږی )) یا (( وویستل شول )) . وایی چه جرم چه عام شی قانونی جوړیږی، دا هم د نړیوال استعمار د میدیا په مټ ترسره کیږی همجنسبازی په انسانیت څه چه حیوانیت کی هم د منلو او عملی کولو نه ده مګر امریکا ، اروبا او ټولی کفری نړی کی د سیاسی ګوند او هارمونو په توزیع کولو او بی خبرو خلکو ته په ورکولو د هغوی جنسی هارمونونه قصدا بدلوی او دغه بد عمل… نور لوستل »
کفر (( حق پټونی )) ته وایی، کفر او استعمار یوه عملی ډله ده د مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره ځینی استعماری اصول او فارمولونه لری: څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه خپله میدیا کی نه وایی چ. ښه مثال یی همدغه چه کله ۵۰ او کله نوی او کله پنځه نوی او کله په ګاونډی هیوادو کی د باتی کیدو او داسی نور او نور شایعات خپروی د خلکو ذهنیتونه له هغه حقایقو چه په مخ کی دی بلی خواته اړوی. به نظامی یونیفورم کی د دوی اخری عسکر د باګرام له… نور لوستل »