افغانستان

کابل: په پنځمه حوزه کې دوه راکټه لګیدلي دي

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې دوه راکټه لګیدلي دي، چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو يې له تلفاتو ناخبري وښووده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګی وايي چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
د یادو راکټونو د توغولو مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو له خولې ورته کارونه د طالبانو دي او همدا راکټونه هم هغوی توغولي دي.

پخپله طالبانو د دې راکټونو د توغولو یا يې هم د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
په کابل ښار کې په دې وروستیو کې سرتيرو او راکټي بریدونو دولتي امنیتي ځواکونه خورا په اندېښنه کې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کابل ښار په په قصبه سیمه کې د بهرنیو عکسرو د سلاکارانو په يو پنډغالي سرتېري برید پنځلسو تنو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

د دغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دوی دغه برید له پخوا پلان کړی و، چې اوس يې عملي کړ.
تر هغې وړاندې د کابل په هوايي ډګر ډله ایز سرتيري برید او همدارنګه په هوايي ډګر توغندیز بریدونه هم د یادولو وړدي. چې دولتي مسوولینو سخت په اندېښنه کې کړي دي.

که څه هم افغان لوړپوړي چارواکي د ورته بریدونو د پړې ګوته ګاونډیو هيوداونو ته نیسي، خو طالبانو يې د تل په څېر دغه دعوه ردکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x