افغانستان

روسیه: منځنۍ اسیا کې د پوځيانو ځای پر ځای کولو په اړه مو امریکا ته جدي خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکايي  او ناټو ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او داسې راپورونه شته، چې ځيني يې ښایي د افغانستان په ګاونډ کې ځای په ځای شي؛ روسیې ویلي، امریکا ته یې خبرداری ورکړی، چې باید په منځنۍ اسیا کې ځواکونه ځای پر ځای نکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر  «سرګي ربیکوف» ویلي، چې امریکايي لوري ته ویل شوي،په منځنۍ اسیا کې د افغانستان شاوخوا باید پوځیان ځای په ځای نکړي او که داسې وشي، د دواړو لورو اړیکې به خرابې شي.

د نوموړي له قوله، دغه خبره د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» له خپل امریکايي سیال «بایډن» سره مخامخ هم مطرح کړې او ددې تر څنګ په غیرمستقیمو لارو هم امریکايي لوري ته جدا خبرداری وکړل شوی، چې منځنۍ اسیا کې د پوځي حضور دوام د منلو نه دی او نه یوازې په سیمه کې د روانو جریاناتو په اړه به د روسیې نظر بدل کړي، بلکې د دواړو هیوادونو اړیکې به هم زیانمنې کړي.

د ربیکوف په خبره، د همدې موضوع په تړاو په منځنۍ اسیا کې د روسیې له متحدینو او نورو هیوادونو سره هم خبرې شوې دي او هغوی ته ویل شوي، چې دلته د ځواکونو ځاي په ځای کول به پر ټولو هیوادونو اغېز ولري.

روسیه داسې مهال په منځنۍ اسیا کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت ښيي، چې له افغانستانه د امریکایي او  ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روانې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي د بهرنیانو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو، چې ګواکي امریکا ازبکستان، پاکستان او د افغانستان په ګاونډ کې شته یو شمېر هیوادونو ته وړاندیز کړی و چې د ځواکونو لپاره اډه ورکړي؛ خو یادو هیوادونو یې دا وړاندیز  رد کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بشری نړۍ چه باید د انسانیت نړۍ وی د ځنګل او تر ځنګل هم اوشتی د حریصو انسانانو ( د ځنګل ځناورو ) په واسطه ځنګل څه چه د مظلوم بشریت دپاره جهنم یا سور تنور جوړ شوی. د ځنګل ځناور ورباندی په لاندی مواردو کی شرف لری: ۱ ــ د هغوی فطرت یواځی د غوشو خوړلو د باره جوړ شوی مګر انسانان په غوښو سربیره نور څه هم خوړلی شی. ۲ ــ ځناور نور ځناور نه ښکار کوی. د انسانی ځناورو اصلی ښکار مظلوم او بیدفاع انسانان دی. ۳ ــ د ځنګل ځناور چه ماړه شی نور حیوانات نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

امریکا طالب مجاهدینو ماته کړی د طالبانو له اخطار ورکولو ډډه کوی طالبان تر روسانو پیاوړی دی روسان ډیر بیغیرته قوم دی په کار دا وه چه د امریکا څخه د غج اخستنی په خاطر یی د طالب مجاهدینو سره علنی هراړخیزی مرستی کولی برخلاف د امریکا یانو سره یی زموږ هیواد د اشغال دوره کی یی لوژیستکی مرستی یی ورسره کولی او ټول هوایی ډګرونه یی د هغوی واک او ځواک کی ورکړل . اوس ورته اخطارونه ورکوی دا هم دروغ دی نه امریکا دا جرات لری چه د طالب سره بیا وجنګیږی د زمرو په مقابل کی شغالان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x