ټولنیزه برخه

د غوسې د پارېدنې لاملونه!

رحمت الله مومن

د غوسې د پارېدنې لاملونه ډېر دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
✿ تکبر.
✿ ټوکې.
✿ خوشطبعي.
✿ حسد.
✿ عیب لګول.
✿ سپکاوی.
✿ دوکه.
✿ د مال یا رتبې په اړه زیات حرص او داسې نور …

دا ټول بې کاره او ناکاره خویونه دي، عقلاً هم د غندنې وړ دي او شریعت هم غندلي دي، له دې امله پکار ده چې ددې هر یو خوی سره مقابله وشي او له منځه یوړل شي.

کولای شې چې په لاندې صفاتو سره یې مخنیوی وکړې:
◉ تواضع ( عاجزي ).
◉ د ځان پېژندل.
◉ د فخر ( ویاړ ) ناروا والی پېژندل، ځکه ټول انسانان له یوه مور و پلاره پیدا دي؛ نو یو پر بل د ویاړ حق نه لري.
◉ په ګټورو کارونو کې ځان بوختول.
◉ په درنو او د سړیتوب په کارونو کې ځان مشغولول او له بېځایه ویناوو څخه ځان ساتل، ځکه نبي کریم ﷺ فرمایي:
{ وَالَّذِي نَفْسِيْ بِيَدِهِ، لَوْ تَعْلَمُونَ مَا أَعْلَمُ، لَبَكَيْتُمْ كَثِيْرًا، وَلَضَحِكْتُمْ قَلِيْلًا. }
” په هغه اللّٰه مې دې قسم وي چې زما ساه یې په لاس کې ده! که تاسې په هغه څه پوهېدای چې زه پرې پوهېږم؛ نو ډېر زیات به مو ژړلي او لږ به مو خندلي وای. ”
◉ ټولو مسلمانانو ته په درنده سترګه کتل او یو بل سپک نه ګڼل، هر چاته په خوږه ژبه ځواب ورکول او له ستغو سپورو ځان ساتل.
◉ صبر کول.
◉ قناعت کول.
◉ له اللّٰه تعالی نه د استغنا عزت غوښتل.

البته دا صفات په ځان کې راوستل ډېره خواري غواړي، اسانه لاره یې دا ده چې ددې ښو صفاتو ګټې او د مخکنیو ناوړه صفاتو زیانونه وپېژنو او د تل لپاره خپل نفس ته ددې په عملي کولو او له هغې څخه په ځان ساتلو وروزو.
کله مو چې په دې خواري وکړه؛ نو ډېر ژر به مو نفس له رزیلو او ناکاره صفاتو څخه پاک شي او د غوسې له بنده به ازاد شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx