دیني، سیرت او تاریخ

حج الاکبر او حج الاصغر

احمدالله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ.(البقره :۱۹۶)
ژباړه: حج او عمره د الله لپاره تر سره کړئ، که مو مخنیوی وشو نو بیا(يې فدیه) د قربانۍ هغه څاروی دی چې میسر وي او خپل سرونه تر هغه مه خرېيئ چې دا څاروي د حلالیدو خپل ځای ته ورسي، نو که ستاسو څوک بیمار وي او یا د سر له کومې برخې ځوریږئ، نو بیا فدیه ده د روژې یا صدقې یا قربانۍ او بیا کله په امن شئ نو که څوک تر حج پورې له عمرې ګټه واخلي نو بیا د قربانۍ هغه څاروی دی چې میسر وي، نو که چا ونه موندو نو بیا د حج په ورځو کې درې ورځې روژه او له راستنیدو وروسته اووه ورځې روژه ده، چې دا پوره لس ورځې کیږي، دا د هغه چا لپاره ده چې کورنۍ يې د مسجد الحرام(د شاوخوا) اوسیدونکي نه وي او له الله وویریږئ او په دې پوه شئ چې الله سخت عذاب ورکونکی دی.

(وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ ):او حج او عمره د الله لپاره تر سره کړئ.
دا د عوامو اصطلاح ده چې عرفه د جمعې په ورځ برابره شي حج اکبر وي، حال دا چې نه په قرآنکریم کې داسې اشاره شته او نه په احادیثو کې د دې کوم ثبوت.

په قرآنکریم کې د حج الاکبر لفظ د عمرې په مقابل کې ذکر شوی، چې دواړه يې ځانګړي احکام او د مناسکو ادأ کولو لپاره يې ځانګړي وختونه ټاکل شوي.

که څه هم چې د عرفې ورځ د جمعې ورځې سره موافق راشي په ځینو ارشاداتو کې فضیلت بیان شوی لکه…(أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة.)

رزین بن معاویه(رحمهماالله) په خپل تالیف (تجرید الصحاح) کې ورته مرفوع حدیث ویلي، ځینو ورته ضعیف ویلی او یو شمیر محدثین يې له صحته منکر بلکه باطل بولي لکه ابن قيم الجوزي په خپل تالیف(زاد المعاد لومړی ټوک، ۶۵ مخ )کې لیکي:
دا خبره چې عرفې ورځ د جمعې له ورځې سره برابره شي (۷۰) حجونه شمیرل کیږي یا د اوویاوو حجونو ثواب تر لاسه کیږي، د عوامو خبره ده داسې کومه خبره نه د حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نه ثابته ده، نه د صحابه(رضی الله عنهم) نه او نه له تابعینو نه. (والله اعلم)

خو د دې له فضیلت او مقام نه هیڅوک انکار نه شي کولی چې عرفه او جمعه د زیاتو برکتونو او ارزښتونو لوړ مقام لري چې دواړه ورځې سره موافق راشي فضیلت او عظمت يې لوړیږي او هم يې خیر او برکتونه.(أن شأ الله).

د اوونۍ په ورځو کې غوره او بهتره ورځ،د جمعې ده، د کال په ورځو کې غوره ورځې د عرفې او لوی اختر ورځې دي، همدا راز د اوونۍ په شپو کې غوره شپه د جمعې ده او د کال په شپو کې غوره شپه د قدر شپه ده، په همدې اساس که د عرفې ورځ د جمعې ورځې سره برابره راشي فضیلت يې په نورو ورځو خورا زیات دی.

په ځینو معتبرو کتابونو کې ذکر دی چې د عرفې ورځ د جمعې ورځې سره برابره شي د دې حج فضیلت (۷۰) برابره زیات دی.

د درمختار په کتاب اسرار الحج کې متن دی: أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم جمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة.

د شافعي مذهب معتبر کتاب (مغنی المحتاج:لومړی ټوک،۴۹۷ مخ) متن:إذا وافق يوم الجمعة يوم عرفة : غَفر الله تعالى لكل أهل الموقف ، أي : بلا واسطة ، وغير يوم الجمعة بواسطة ، أي : يهب مسيئهم لمحسنهم.

امام جلال الدین سیوطي(رحمه الله) مولف د جامع الصغیر والکبیر د هغه حج پنځه لوړ ارزښتونه بیانوي د کوم کال حج چې د عرفې ورځ يې د جمعې له ورځې سره برابر راشي.

۱: دا حج د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د حج سره موافق راځي کومې ورځې چې الله سبحانه وتعالی د هغه لپاره غوره کړې وې.

عبدالله ابن عمر (رضی الله عنه) روایت دی چې حجة الوداع حج د عرفې ورځ د جمعې په ورځ راغلی و.

۲: هر نیک عمل په خپل وخت کې مقام او غوره والی تر لاسه کوي همدا راز د جمعې مبارکه ورځ د اوونۍ په ورځو کې غوره ورځ ده.

۳: د جمعې په ورځ یو ساعت دی چې په هغه کې دعا نه ردیږي، حاجي صاحبان وروسته له زواله وقوف کوي چې ټول وقوف کې د عبادت مغز دعا دی.

۴: د جمعې ورځ د مسلمانانو د اختر ورځ وي او د عرفې ورځ د حجاجو اختر وي، ځکه د حاجیانو لپاره د عرفې په ورځ روژه نیول مکروه دي، دواړه اخترونه چې په یوه ورځ برابر شي خیر او برکتونه يې هم څو برابره زیاتیږي.

۵: کله چې حج د جمعې په ورځ برابر شي الله سبحانه وتعالی د وقوف ټول خلک پرته له واسطي بخښي.

همدا راز ځينې نور بزرګان لیکي:
امام نووي (رحمه الله) په شرح د مسلم کې د ځینو علماوو په قول لیکي: د اونۍ په ورځو کې غوره ورځ د جمعې ده او د کال په ورځو کې غوره ورځ د عرفې ده.

۲: عرفه که د جمعې په ورځ راشي دا هم لوړ فضیلت دی چې الله سبحانه وتعالی په همدې ورځ دین(اسلام) د بنده ګانو لپاره کامل او پوره کړی.

په صحیح البخاري کې د حضرت طارق بن شهاب په قول روایت دی چې یو تن یهودي حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) خدمت ته حاضر شو او عرض يې وکړ:

ای آمیر المؤمنین!
ما ستاسو په کتاب کې یو آیت ولوست؛ که دا په یهودو نازل شوی وی؟ او موږ ته د نزول ورځ يې معلومه وی؟ ،موږ به هغه ورځ د اختر نیولې وه.

حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) وفرمایل:
کوم آیت دی؟، یهودي سورت المائده:۳، ایت تلاوت کړ(اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا:
نن مو ستاسې دین درته بشپړ کړ او خپل نعمت مې در باندې پوره کړ او اسلام مې د دین په توګه درته غوره کړ.)

حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) وفرمایل: زه پوه یم چې دا مبارک آیت په کومه ورځ او په کوم مقام کې نازل شوی؛ دا مبارک آیت په سیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په ورځ د جمعې کې په مقام د عرفات کې نازل شوی، چې موږ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خدمت کې حاضر وو.

کومې ورځي ته حج الاکبر ویل کیږي؟
قال الله تبارک وتعالی:وَأَذَانٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ۚ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ. (التوبه : ۳)

ژباړه: د الله او رسول له لوري یې خلکو ته د ستر حج په ورځ اعلان دی چې الله او رسول يې له دغو مشرکانو بې زار دي، بیا که توبه وکړي نو دا درته غوره دی او که مخ واړوئ نو پوه شئ چې د الله عاجزونکي نه یاست او هغو ته چې کافران شوي د دردناک عذاب زیری ورکړه.

د برائت اعلان د حج الاکبر ورځ ښودل شوې:
د ذی الحج په ټاکلو ورځو کې د حج مناسکو پر ځای کولو ته حج اکبر او د کال په نورو ورځو کې د مناسکو اداء کولو ته حج اصغر (عمره) وايي.

د هجرت نهم کال د مکې مکرمې د فتحې دویم کال و چې سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) د حج امیر وټاکل شو او سیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) د رسالت د کورنۍ لخوا د برأت اعلانونکی.

د برأت اعلان په عرفات کې د ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) له امامت وروسته حضرت علي(رضی الله عنه) اعلان کړ او هم په منی کې د اختر په ورځ دا اعلان تکرار شوی.
د صحابه يې کرامو، ایمه مجتهدینو او تفسیر امامانو په دې تفسیر کې بیلا بیل اقوال ذکر کړي.

سیدنا حضرت عمر فاروق، عبدالله ابن عباس، عبدالله ابن عمر، عبدالله ابن زبیر او ځینو نورو صحابه کرامو (رضی الله عنهم) په نزد یوم الحج الاکبر نه مراد د عرفې ورځ دی.

د دوی دلیل: قال النبي (صلى الله عليه وآله وسلم): الْحَجُّ عَرَفَةُ.
أخرجه أحمد في مسنده، ورواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه في السنن.
كما رواه ابن حبان والحاكم وصححاه من رواية عبد الرحمن بن يعمر الديلي.
قال النبيّ (عليه الصلاة والسلام): الحجُّ عرفةُ ، فمن أدرك عرفةَ فقد أدرك الحجَّ.

یو شمیر بزرګانو په نزد یوم الاحج الاکبر نه مراد ورځ د لوی اختر(یوم النحر)دی.
صحیحین د عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه روایت کوي:

حديثَ النبيّ (عليه الصلاة والسلام) في يوم النَّحْر وهو يخطب بالصحابة (رضوان الله عليهم)، إذ قال: أيُّ يومٍ هذا ؟ قالوا : يومُ النَّحرِ ، قالَ : فأيُّ بلدٍ هذا ؟ قالوا : هذا بلَدُ اللَّهِ الحرامُ ، قالَ : فأيُّ شَهْرٍ هذا ؟ ، قالوا : شَهْرُ اللَّهِ الحرامُ ، قالَ : هذا يومُ الحجِّ الأَكْبرِ…

حضرت مجاهد، امام سفیان الثوري فرمايي: د حج الاکبر نه مراد حَج القِران دی او د حجّ الأصغر نه مراد حج الإفراد دی.

حضرت امام جساس په احکام القرآن کې فتوی لیکلې ده چې ایام الحج ته د حج اکبر په ویلو سره قرآنکریم څرګند حکم دی چې دا ورځې د حج اکبر دي په همدې اساس په دې ورځو کې د عمرې مناسک تر سره کول منع دي.

وقوف د عرفات د حج رکن اعظم دی، له هر چا چې پاتې شو حج ئې فوت شو.

وقوف نه مراد په عرفات کې دریدل دي د عرفې په ورځ چې د ذی الحج میاشتې نهمه نیټه ده.

د وقوف وخت د عرفې ورځې له زوال نه وروسته د یوم النحر ورځې د سهار تر ختو دا ټول وخت د وقوف دی.

د عرفې ورځې له زواله وروسته په احرام کې وقوف(دریدل) دي که دا یوه شیبه هم وي وروسته له زواله، وروسته له مازدیګره، وروسته له ماښامه وروسته له ماسختنه تر اخري وخت د شپي تر هغه چې د یوم النحر(د اختر ورځ) سهار نه وي ختلی دا ټول وختونه د وقوف عرافات دي که چا وموند د حج رکن اعظم(ستر رکن) يې پر ځای کړ که له چا پاتې شو حج يې پاتې شو.

یو شمېر بزرګانو په نزد حج اکبر یوم النحر یعنې د ذی الحج د میاشتې لسمه نیټه ده.

سفیان ثوري او یو شمیر ایمه کرامو دا اقوال راټول کړي او بیا فرمايي:
د حج پنځه ورځې ( له ۸ نیټې نه تر ۱۲نیټې) د حج اکبر مصداق دی، چې د عرفې او قربانۍ ورځې هم پکې شاملې دي.

د معارف القران بیان دی چې د یوم جمله په منفرد ډول راوړل د عربي قواعدو عین مطابق دی که څه هم چې ډیرې ورځې هم وي لکه یوم بدر، یوم احد…

قرآنکریم په اصطلاح د هر کال حج حج اکبر دی، دا چې په عوامو کې حج اکبر هغه حج ته ویل کيږي چې د عرفې ورځ د جمعې په ورځ برابره شي په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې کوم اصل نه لري.

دا بیله خبره ده چې په کوم کال کې رسول الله(صلی الله عبیه وسلم) حج تر سره کړ په هغه کال کې عرفه د جمعې ورځې سره برابره شوې وه، کوم ته چې حجةالوداع او خطبې ته يې خطبةالوداع وايي دا په خپل ځای خپل فضیلت مګر د قرآنکریم د مبارک آیت مطلب دا نه دی چې دا حج حج اکبر وي او نه يې کوم اصل، په قرآنکریم، نه په حدیثو او نه د صحابه کرامو په اعمالو او ویناوو کې روایت شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x