افغانستان

د بدنې روزنې ریس د درغلۍ په تور محکمې ته وغوښتل شو

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): د سنا مجلس غړو د بدنې روزنې ریس کرام الدین کریم د ولسمشر له فرمانه په سرغړونه او د المپیک په فدارسیونونو کې په لاس وهلو محکمې ته معرفي کړی دی.

د سنا مجلس د شکایاتو کمیسیون په یوه لیک کې ښاغلی کریم د ووشو، شطرنج او تکواندو په فدارسیونونو کې د قانون نه د سرغړونې په جرم تورن شوی دی.
ویل کېږي چې کرام د المپیک په ملي کمېټه کې هم ښکاره مداخله کوله، چې ربانی ربانی يې په خپل سره په یاده کمېټه کې ریس مقرر کړی و. په داسې حال کې چې د ملي المپیک کمېتې رباني رباني ته کومه دنده نه وه ورکړې.

د سنا مجلس د شکایاتو اورېدو څانګه وايي چې د ملي المپیک غړو ګواښ کړی چې که د بدنې روزنې ریس د المپیک کمېټې په چارو کې مداخله بنده نه کړي، دوی به د المپیک نړیوالې کمېټې ته شکایت وکړي.

د تېر میاشتې په پنځلسمه د المپیک ملي کمیټې په يوه خبرپاڼه کې د کرام مداخله کلکه غندلې وه او له جمهور ریس حامد کرزي يې غوښتي و، چې د موضوع د حل لپاره باید مداخله وکړي.

د قانون له مخې د بدنې روزنې ریاست په ورزي چارو کې د دولت د استازي حیثیت لري.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ورزشي ډلو په دې وروستیو کې خورا لاسته رواړنې درلودلې دي. په تېره د کرکټ ملي لوبډلې په ډېر کم وخت کې ځان د نړیوال کپ سیالیو ته ورساوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x