افغانستان

طالبانو د اسیرانو د وژلو په هکله د سي ان ان تلویزیون راپور «جعلي» بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو د سي ان ان(CNN) امریکایي تلویزیون هغه راپور ناسم او له حقیقت څخه لرې بللی، چې ګواکې طالبانو هغوی ته تسلیم شوي کمانډو عسکر وژلي دي.

تردې مخکې سي ان ان (CNN) امریکايي تلویزیون راپور ورکړی ؤ، چې ګواکې طالبانو په فاریاب ولایت هغه ۲۲ کمانډو عسکر وژلي چې دوی ته تسلیم شوي وو. یاد تلویزیون یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې وسله وال کسان ښکاري او په یو شمېر کسانو ډزې کوي؛ خو نه هم د وسله والو مخونه څرګند دي ا و نه هم د هغو کسانو مخو ښکاریږي چې ادعا کیږي تسلیم شوي کمانډو عسکر دي.

لیکن د ویډیو پای کې بیا د یو شمېر وژل شوو کمانډویانو جسدونه ښکاريږي چې د جګړې په ډګر کې پراته دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبانو ته د تسلیم شوو کمانډویانو وژل حقیقت نه لري.

نوموړي د سي ان ان (CNN) امریکايي تلویزیون لخوا خپره شوې ویډیو هم جعلي بللې ده:

«په ویډیو کې یوه جعلي ټوټه، له یوې بلې ټوټې سره چې د فاریاب په ولایت کې ۲۲ تنه کمانډویان د عملیاتو په مهال په جګړه کې وژل شوي وو، دواړه سره یوځای شوي او يو جعلي راپور ترې جوړ شوی دی.»

داپه داسې حال کې ده چې د تیرو دوه میاشتو په دوران کې له شلو زرو(۲۰۰۰۰) څخه زیات د کابل حکومت کمانډو عسکر، پولیس، د ملي امنیت کارمندان او اربکیان له زرګونو میله وسلو، ټانګونو، رینجر موټرو او پوځي تجهیزاتو سره تسلیم شوي، چې طالبانو د ضمانت له اخیستلو او هغوی ته د لارې کرایې ورکولو وروسته ټول تسلیم شوي عسکر او پولیس بیرته خپلو کورونو ته استولي دي.

یوه میاشت وړاندې د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې طالبانو په هغو کمانډو عسکرو سخت بریدونه وکړل، چې د یادې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د یوې لویې قوې سره هلته تللي وو.

په دغو نښتو کې د دفاع وزارت د پخواني ویاند جنرال ظاهر عظیمي د زوی جګړن سهراب عظیمي په ګډون ۲۲ تنه کمانډو عسکر ووژل شول او یو شمېر نور د طالبانو لخوا اسیران شول.

باید وویل شي چې طالبان ټول هغه دولتي عسکر او منسوبین چې دوی ته تسلیمیږي د قومي مشرانو له دې ضمانت وروسته چې بیا به د کابل حکومت په لیکو کې جګړه نه کوي، بیرته خوشي کوي او ملکي ژوند ته یې سوق کوي.

له اسیرانو او تسلیم شوو دولتي عسکرو سره د طالبانو همدغې نرمې رویې له کبله هره ورځ د هېواد په مختلفو برخو کې سلګونه دولتي عسکر او پولیس له جګړې پرته خپلې پوستې طالبانو ته سپاري او طالبان یې د سفريې له ورکولو وروسته خپلو کورونو ته رخصتوي.

پرون د سه شنبې په ورځ(۲۲ چنګاښ) هم په د فراه په پرچمن، د غور په چهارسدې ولسوالۍ انتقالي مرکز کې ۴۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دسی ان ان دطالبانو داولی دوری جعلی ویدیو مو هم یاده ده.
دکفر او منافقونو فابریکه دطالبانو په خلاف چالانه ده او طالبان باید دهغوی هر عمل ثبت او جواب کړی. په اینده کی هغوی باید عدالت ته کش کړی.

ګل احمد

په غربي هیوادونو کي میشت افغانان بالخصوص پښتانه باید هغه هیوادونو د سیاسي فعالینو سره یوځای فعاله سي او دې موضوع ته د هغه هیوادونو عام وګړي متوجه کړي چي ددوئ رسنۍ ولي غواړي چي د خپلو تبلیغاتو د لاري د دوئ ملي سرچینو مصرف د افغانستان په بې ثمره جګړه کي مجوز وګرزوي. دا سي این این، بي بي سي، صدای امریکا، د فرانسې، جرمني، هندوستان او نورو هیوادونو رسنۍ ولي داسي بېشرمانه او دوامداره تبلیغات په کار اچولي دي چي لوڅ او بربنډ هدف یې داغه دی چي دوئ بیا په افغانستان کي د خپل بل کړي مقدس… نور لوستل »

مجاهد

د طالبانو ویاند مجاهد صاحب ! کفر حق پټونی ته وایی ، دروغ ، غلا او درغلی د دموکراسی تقوی ده څومره چه څوک ډیر دروغ ووایی ،غلا او درغلی وکړی هغه ته اوچت مقام او کریدت ورکوی . دا لمړی ځل نه دی چه د دوی میدیا ناولتیا خپروی ، دوی فکر کوی چه په خپله میدیا به له سبینه تور او له تور سپین جوړوی مګر خبر نه دی چه میدیا یی د نظامی ماشین په شان هم د ماتی سره مخ شوی د خپلو مړو شمیر یی تر هغی چه مړه وو څو ځلی کم ښودلی چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx