نړۍ

ترکي هیکرانو شاوخوا زر بېلابېلې اسرائیلۍ ویب پاڼې هیک کړي

بلال ساپی

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): د هیکرانو یوه ناڅرګنده ډله ادعا کوي، چې دوی د جولایي په ۱۱مه او ۱۷مه شاوخوا ۱۰۰۰ اسراییلۍ وېبپاڼې هیک کړي.

دغه ډله چې پر ځان يې د OpsaveGaza  نوم ايښی، وايي چې دغه وېبپاڼې یې د فلسطیني ولس څخه د ملاتړ په خاطر هیک کړي.

نامالوم هیکران چې ځان ترکان بولي د تل ابیب د پولیسو څانګې رسمي وېبپاڼه هم هیک کړې چې تر دې مهاله لا فعاله شوې نه ده.

دوی همدا راز زیات شمېر اسراییلي دولتي وېبپاڼې هیک کړي او پرځای يې انځورونه، شعارونه او په اتومات ډول غږیدونکي غږیز پيغامونه اچولي دي. دغه فایلونه د (AnonGhost) له خوا جوړ شوي، یعني د هغه چا له خوا ،چې د هیکولو بریدونه تنظیموي.

همدارنګه د اسراییلي حکومت د رسمي دندو د اعلانونکې وېبپاڼې په لومړۍ مخ دAkincilar تر سرلیک لاندې انځور اچول شوی، دغه ترکي توری «د عثماني خلافت ځواکونه» مانا ښندي.

په دغه انځور کې په انګلیسۍ او ترکي ژبې د فلسطینيانو د انځورونو سره یو ځای شوی، پیغام هم لیکل شوی.
د دې انځور په پای کې لیکل شوي: موږ عثمانیان یو؛ موږ ترکان یو؛ موږ Ackincilar یو.

ترکي هیکرانو همداراز توانېدلي،چې د اسرائیلو د عدلیې وزرات، د سپورت او کلتور وزرات او د کور جوړونې او بیا رغونې وزارت پورې د اړوندو وېبپاڼو په هیک کولو سره اسراییلي دولتي ایمیلونه هم هیک کړي.

یادو هېکرانو همداراز د هوټلونو، سیمه یېز سوداګرو، اتحادیو، ټولنو، اکادیمیکو موسسو او نورو وېبپاڼې هم هیک کړي.

د هیک شویو وېبپاڼو په لومړيو مخونو د ترکي هیکرانو لخوا یو پیغام لیکل شوی چې پکې راغلي: «د غزې د تړانګې څخه د اسراییلو په لور د راکټونو ویشتل د دغو «خنزیرانو» پر ضد یو عادي عکس العمل دی. دا مقاومت دی، ترهګري نه. اسراییل هیڅ وجود نه لري، دا یوازې فلسطین دی او زموږ کور دی.»

په پيغام کي له نورو هېکرانو هم غوښتل شوي،چې :«… که ته هېکر، مدني فعال او یا د بشري حقوقو سازمان يې ؛ نو د اسراییلو وېب پاڼې هیک کړه او د دوی جنایتونه نړۍ ته افشا کړه، خلکو ته دا وښيئ ،چې اسراییلو څومره د ماشومانو او ښځو وېنې تويې کړي او تويوي يې.»

ویل کېږي، دغو نامعلومو هیکرانو له دې مخکې  په اپریل کې هم اسراییلي وېبپاڼې هیک کړې وې.

هغه مهال د دوی هېکرانو کابو ۵۰۰ اسراییلي وېبپاڼې له کاره ویستي وي او ورسره جوخت يې، د اسراییلي چارواکو ایمیل ادرسونه او د هغوی تلیفون شمېرې خپرې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x