
د مغرور اُردغان غلط تصور!
ابوبکر خپلواک
که عُقده او احساسات یو طرف ته کړو او یو ځلې تېر تاریخ ته نظر واچوو، پدې کږه وږه جغرافیه (افغانستان) کې مېشتې پرګنې له هر پردي او بېروني وسله وال سره خورا حساس دي.
په جبر او یا کومې تشې معاهدې پر بناء راغلو ټولو ته په یو سترګه ګوري، یرغلګر یې نوموي او په وړاندې یې د وسلوال مقاومت ډګر هومره ګرموي چې د راغلو له تصور څو چنده اوچت وي.
چنګېز، انګرېز، د مقدونیې سکندر، ستره روسیه، جابره امریکه او ورسره مله ناټو یې داسې بربنډې بېلګې دي چې مخالف او موافق دواړه اعتراف ته اړ باسي.
چې موضوع اوږده او بحث بدل نشي، د پرګنو همدې اصلي، نایابه او مقدس خوی ته په کتو، آیا دلته به د ترکیې ګونډې ماتې نشي.!؟
د اردغان عسکرو شل کاله له ناټو سره مله زموږ په هیواد کې تېر کړل، ممکن څرګند ټکان یې نه وي خوړلی، مانا د عبرتونو د درس په سلسله کې ممکن نه وي حاضره شوې، خو علت، عوامل او مصلحت موجود ول.
خو دا ځلې چې په خټه دیموکرات مغرور اردغان په یک تنهاء ځان د هیواد د اشغال په پار سینه ډبوي، ممکن همدا یې د ذلت ابتداء شي.
اردغان په سیسماتیکو هڅو ځان دینپال او اسلامپال معرفي کړی، د خلافت خوب په همدې کاږه فکر ویني، په همدې سلسله کې یې د هیواد د کابل هوایي ډګر د امنیت اراده کړې او وایي افغانستان ته به خپل نظامیان واستوم.
د اردغان دا هڅه به د مچیو ځالې ته د لاس ور وړو په مثال وي، د اردغان سرتېري که هر څومره خپله جامه، فکر او هدف مقدس معرفي کړي او یا پایتخت د ځان لپار بانډ کړي، حتماً بیا ځلې اکثریت افغانان د دوی محوې ته کار وایي، دوی که په هلمند او یا کابل کې میشت وي باک یې نشته.
دا منو چې افغانان سم ټوک ټوک دي، مشکلات یې له حسابه او ځان اوچت دي، خو پکې موجود خویونه یې ندي بایللي، کله چې د خپلو اجدادو تاریخ لولم له اوسني نسل سره یې کوم بارز توپیر نه وینم.
ترکیه یو اسلامي هیواد دی خدای دې پدې معامله کې له لتاړه وساتي، دا د دوی د سریالونو اکټونه ندي خورا درنه او سخته معامله ده.
د یو سولیز او سوکاله هیواد په هیله.
(وردګ، افغانستان)
حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر
نر ادوغان دی الله دی حفظ لری خپلو خلکو ته یی خدمت کړی که نن وی او که سبا ترکیه به یو ابر قدرت جوړ شی. لاسونه یی بهرنیو ته اوږده ندی خپل سیاست په خپله چلوی نه یی قریشی په نمایندګی خبری کوی او نه هم احمدی نژاد یا د ایران خارجه وزیر څه نومیږی دا ##.راشه زمونږه بیغیرتو ته وګوری کابل کی د امرکی لاسپوڅی، هغه نور چی ځانونه د اسلام ټیکه داران بولی کورنه یی په پنجاب او پیښور کی دی ګرده ##. افغانستان نن سبا نر ندی پاتی ټولو ##.
دا يوه واقعى قصه ده چه کندهار ښار کى پيښه سوى ده. ” د هندو کور ته مار ننوتى او هندواڼى نارى کړى چه مار دى. ميړه يى د مار په ليدو سمدستى دباندى ووتى او يو مسلمان لاروى ته يى وويل ځوانه زمونږ کور کى مار دى. ځوان ورسره کور ته ولاړى او مار يى مړ کړى. خلاصه کلام. ماينى ميړه ته وويل. دا بيګانه سړى! او تا خو هم دا کار کولاى سواى? ميړه ماينى ته وويل مسلمان او مار دواړه زمونږ دښمنان دى که مار مړ سى او يا مار مسلمان و چيچى زمونږ ته ګټه ده.… نور لوستل »