
ترکیه د کابل حکومت د وژل شویو عسکرو اولادونو ته تعلیمي بورسونه ورکوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): ترکیه وایي، افغان عسکرو د خپل هیواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په همدې لاره کې یې ځیني «شهیدان» شوي، چې ترکیه یې د قدردانۍ په موخه اولادونو ته د زده کړو زمینه برابروي.
د ترکیې د پوهنې وزیر «جهادارګینای» ویلي، چې ترکیه د یوه تاریخي او د افغانستان د یوه ریښتيني ملګري هیواد په توګه د «هغو افغان پوځيانو ماشومانو ته د زده کړو لپاره سکالرشیبونه ورکوي، څوک چې د خپل وطن د دفاع په لاره کې شهیدان شوي دي.»
د نوموړي په خبره، ترکیه له همدې لارې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
ده که څه هم د ورکول کېدونکو بورسونو د تعداد او څرنګوالي په اړه څه ونه ویل، خو دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې ترکیه د امریکا په وړاندیز په افغانستان کې د نظامي حضور دوام ته چمتووالی نیسي.
داسې مهال چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه په وتلو دي، ترکیې د ناټو د یوه غړي هیواد په توګه له امریکا سره هوکړه کړې، چې افغانستان کې پوځيان پرېږدي او د امریکا او ناټو په مالي ملاتړ د کابل هوایي ډګر امنیت ساتي.
بل لور ته طالبان بیا په افغانستان کې د ترکي پوځونو د حضور دوام «اشغال» نوموي او د هغوی په وړاندې د مبارزې له دوام خبر ورکوي.
طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې له لارې وویل، چې په افغانستان کې د پوځونو پرېښودل د ترکیې یو «ناسنجیدم اقدام» دی چې د دواړو مسلمانو هیوادونو تر منځ اړیکو ته زیان رسوي او د افغانستان د ولس او ملي ګټو خلاف عمل دی.
دوی د ترکیې له سیاسیونو او ترکي ولس هیله کړې وه، چې د ترکیې د حکومت ددې پریکړې خلاف خپل غږ پورته کړي.
د ترکیی د عدالت ګوند او د هغه ګوند مشر اربکان نه ستړی کیدونکی سرښندنه چه د ملحد اتاترک ( مصطفی کمال ) الحادی ترکیه یی یو ځل بیا څه ناڅه سلامی ترکیه جوړه کړه . مګر دا چه یهودی انګریزان لکه د مصر په شان ترکیه او نور اسلامی پیاوړی اسلامی هیوادونه د اسراییلو خواته پیاوړی نه پریږدی یا به یی د عراق په شان اشغال او لا به یی د السیسی د کودتا په واسطه له منځه وړی او لا به ترکیه د عدالت ګوند کی دننه به دوهم اتاترک ( اردګان ) په بیه رانیسی او ترکیه… نور لوستل »
عجیبه نه ده ځکه د دیموکراسۍ دوې خویندې یو بل ته لاس ورکوي او د دیموکراسۍ منافق بزرګ خپله څهره بربنډه کړه .
کچیری داسی یو اعلان طالبانو کړی وی دا به یی څومره مثبت تاثیر په ټوله جامعه او خلکو درلود. طالبان دی لږ شرم وکړی ځانو ته مسلمان هم وایی. هغوی یی پلارونه ور وژلی دی ترکیان یی د اولادونو غم خوری اوس قضاوت تاسی وکړی څوک د اسلامی تهذیب خاوندان دی؟ طالبانو فاریاب کی اسیران ووژل برعکس دولت یی ۷۰۰۰ طالبان تر اوسه ژوندی ساتلی او حتی هغوی ته مفته ډوډی هم ورکوی. ویل کیږی چی د کرونا واکسین یی هم ورته کړی.
که طالبان قدرت ونیسی نو لمړی د هغو اسلامی ملکونو ته خپل محصلین بند کړی چی هغوی دکفر ملګری دی لکه ترکیه عربستان آمارات اردن بحرین مراکش بهتره ده چی خپل محصلین داسی ملکونو ته واستوی لکه شمالی کوریا چین روسیه کیوبا او داسی نورلکه مالزیا اندونزیا