
شعـــــرونه
شعر/ محمد قاسم زهیب
محمد قاسم زهیب
توره او قلم باندي غښتلی دی
زموږ طالب جان ټولو اوس منلی دی
دی لکه یوسف پرون زندان کي ؤ
نن بیا بادشاهۍ ته رسېدلی دی
یو یې مخته ایښی د صفې درس دی
بل بیا د حجرې ملا صاب روزلی دی
دا د ملالۍ ناهید نازو بچی
درس د استقلال یې ترې ویلی دی
عشق کي له پتنګ سره سیالي کوي
ځان یې په لمبو باندي سوځلی دی
ښه د پت عزت ابرو حیا څهره
دروند دی او په دروند لباس پوښلی دی
بدر او احد خیبر را یاد شولو
نن زهیب غازي غزا ته تللی دی