
متحده عربي اماراتو رسماً په اسرائيلو کې خپل سفارت پرانيست
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د عربي دولتونو او اسرائيلو تر منځ د اړيکو جوړولو په لړ کې متحده عربي امارات له مصر او اردن وروسته درېيم عربي دولت شو، چې په اسرائيلو کې يې خپل سفارت پرانيست.
د امريکا مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځګړيتوب د اسرائيلو او عربي دولتونو تر منځ د ابراهام تړون له مخې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش له اسرائيلو سره رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې پيل کړې.
تېره مياشت اسرائيلو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې ابوظبۍ کې خپل سفارت او په دوبۍ کې خپله کونسلګري پرانيسته او نن د اسرائیلو د پلازمېنې تل ابيب په يوه صرافي مارکيټ کې د متحده عربي اماراتو سفارت پرانيستل شو، چې د اسرائيلو ولسمشر هم په دې پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.
په تل ابیب کې د سفارت له پرانيستو وروسته د متحده عربي اماراتو سفير محمد الخاجة وويل، چې له اسرائيلي حکومت سره يې د اقتصاد، هوايي سفرونو، ټيکنالوجي، او کلتور سربېره په ګڼو برخو کې تړونونه کړي دي.
د اسرائيلو ولسمشر اسحاق هيرزوک د سفارت پرانيسل د منځني ختيځ د راتلونکي، خوښۍ، سوکاله ژوند، ثبات او امنيت پر لور اړين ګام بللی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په تل ابیب کې د متحده عربي اماراتو د بیرغ په ليدو يې دا احساس وکړ، چې يو کال پخوانی خوب يې رښتيا شو.
د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل شوی او په ټوله اسلامي نړۍ کې دا اړيکې په سختو ټکو غندل کيږي.
دعربی نړی ځینی ملکونه دکفر خواته راوان دی دا هغه بی ناموسه بی وجدانه او ## کثیف عربان دی چی دفلسطین او نورو بی وزله او غریبو مسلمانانو وینی دوی له کفارو څخه زیاتی تویوی الله د خپل قهر په دا جاهل او عیاش او # غربو نازل کړی عربستان متحده آمارات مراکش مصر اردن دکفر په لار روان دی او ورسره ترکیه هم