
کابلوف افغان حکومت د سولې خبرو کې په «منافقت» تورن کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف افغان حکومت باندې تور لګولی چې د سولې خبرو کې له «منافقت» څخه کار اخلي او د حقیت د پټولو هڅه کوي.
کابلوف دا څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمینې دوشنبې کې د افغان شخړې په تړاو د شانګهای سازمان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې وکړې او وه یې ویل، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید له طالبانو سره جدي اترې خبرې وشي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې خبري آژانس(RIA) سره مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې د کابل حکومت د سولې خبرو لپاره طرحې وړاندې کوي؛ خو په دې هکله کافي اندازه عمل نه کوي.
کابلوف له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله د کابل حکومت د دریځ په ارتباط داسې وویل: «دا یو منافقت دی. په داحقیقت کې د واقعیتونو د پټولو معنی لري او تش توري دي. مونږ عملي کار ته اړتیا لرو.»
نوموړي په افغانستان کې د روانې شخړې یوازینی حل د سولې معنی داراه مذاکرات بللي او ټینګار یې کړی چې روسیه او نور سیمه ییز قدرتونه په افغانستان کې د انتقالي حکومت ملاتړ کوي.
روسیه په داسې حال کې د افغان شخړې یوازینی حل د سولې خبرې او د انتقالي حکومت راتلل بولي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني تردې وړاندې د انتقالي حکومت له راتګ سره کلک مخالفت څرګند کړی ؤ او ویلي یې ؤ، چې د ټاکنو له لا رې واک ته رسېدلی او واک به یوازې منتخب ولسمشر ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تیرو دوه میاشتو کې له ۲۰۰ څخه زیاتې ولسوالۍ، اووه بندرونه او په سلګونو پوځي قرارګاوې نیولي او دا مهال یې د کندهار، غزني، میدان وردګ، هرات، مزارشریف، بغلان، بدخشان، او تالقانو په ګډون د لسو ولایتونو مرکزونه کلابند کړي دي.
هغه وخت موږ جهاديانو چې د وخت له حاکم نظام سره جنګېدو. بي بي سي خبرياله لېزدوسيت هم ژوندۍ ده. هغه له نجيب سره ډېر وخت پاتې شوې او مرکې يې ورسره کړي دي. دا مړويسي ضمير لا هغه وخت زموږ نه پخلا کېدونکی دښمن وو او دی او بيا به هم وي. دا خو هماغه کابلوف دی چې نجيب د سپي په شان کنځلی او رټلی کړی وو. له هماغه ده له موږ سره په زړه کې کينه (رخه) او عُقده اخېستې او لا پالي يې. کاشکې چې نجيب ژوندی وای او نوموړی يې يوځلی بيا ښکنځلی او رټلی… نور لوستل »
دوا دي سه کابلوفه! ستا د زړه او فکر یوه وړوکې برخه لکه چي اوس هم حق پلوه ده چي داسي د حق خبره دي وکړه. اوس پام کوه چي ته په منافقت پیل ونه کړې. ژر پوټین ته ووایه چي طالبانو ته پرمختللي دفع هواوي ورکړي چي دا منافق دولت د نړۍ د نقشې څخه لیري کړو. افغانان واقعاً هم په دې ایل جي بي ټي کیو اماني بیرغ باندي شرمیږي. د افغانستان بیرق باید خو تور وي او که تور امکان ونلريو حد اقل سپین خو باید وي
نجیب خو د کابلوف معاش خور او کابلوف یی بادار وو غلام بادار ته سجدی کوی ، کنځل نه شی کولای .
اسلامی امت سوله غواړی خو که جنګ پری د کفارو د ملت له خوا وتپل شو د ایمان په وسله د کفارو وسلی ترلاسه او واپس پری هغوی له خپلی خاوری شړو انشالله
مجاهده ځوانه! شیربرنج یو وار سړوه بیا یې خوره. احساساتي انسان څخه مي ګرسره بد راځي. مرضمن سپی چي وړۍ یې شوړیدلي وي، ډیر تر سترګو ښه ایسي نه احساساتي ځوان. د نجیب پر موضوع دي دریځ پرحقه دی خو دا د کفارو څخه په زوره د وسلو اخیستلو او بیا پر هغوئ د کارولو ستراتیژي تل د عملي کیدو وړ نه وي. اوس ته د کافر اټوم بم یا دفع هوا یا کومه بله درنه وسله چي ستا د رسیدني یې ډیره لیري ایښې ده او ټوله په سویچانو باندي کار کوي، دا ته څنګه ځني اخلې؟ او بیا… نور لوستل »