نړۍ

ترکيه: د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو په اړه له امريکا سره وروستۍ پرېکړې ته نه يو رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): ترکيي چارواکي وايي، له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو په اړه له امريکا سره په خبرو بوخت دي، خو لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

په اسلام اباد کې د ترکيې سفير احسان مصطفی یرداکل نن په اسلام اباد کې يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال دا څرګندونې وکړې او زياته يې کړه، چې ترکيه په افغانستان کې پټه اجنډا نه لري.

د مصطفی يرداکل په وينا ترکيه د يوه باثباته، خوښ او با امنه افغانستان غوښتونکې ده.

د ترکيې سفير ويلي، چې هېواد يې تر اوسه د کابل نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو په اړه له امريکا سره وروستۍ هوکړې ته نه دی رسېدلی، خو که ترکي پوځيان دا مسؤوليت واخلي، نو د طالبانو په ګډون بايد ټول لوري په دې پوه وي، چې دا کار د طالبانو په شمول د هر افغان په ګټه دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ طالبانو په خپله رسمي اعلاميه کې ترکيې ته خبرداری ورکړی و، چې د دوحې تړون له مخې له نورو ناټو پوځيانو سره خپل عسکر هم وباسي او که په افغانستان کې يې خپل پوځيان پرېښودل، نو د یرغلګرو په څېر چلند به ورسره وشي او پر خلاف به يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د طالبانو له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولس له ترکیې سره تاریخي، مذهبي او کلتور روابط لري، چې په افغانستان کې د پوځیانو د پرېښودلو «ناسنجیده اقدام» به دې دوو اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبان او هر ريښتونی افغان باید ترکیی ته په جدی توګه ووایی چه افغانان په خپلو ګټو پوهیږی. ترکیه دامریکایانو اجیران بللی سو او دا دترکیی دعثمانی تاریخ او داردګان له شخصیت سره تضاد لری. دا دترکیی په ضرر دی. ترکیه هیڅ حق نلری چه افغانانو ته استعماری سلاوی ورکړی. ترکیه باید خپل ځان داروپا او امریکا له غلامی خلاص کړی. هغوی باید خپلو بادارانو ته دانکل ټام او ښی غلامی ثبوت ورنکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx