روغتیا

د جانسن واکسینو په اړه د عامې روغتیا وزارت غبرګون، «واکسین د تطبیق وړ دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): وروسته له دې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د جانسن اینډ جانسن د کرونا ضد واکسینو په اړه د عصبي اختلال رامنځته کېدو خبرداری ورکړی و، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا واکسین د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړي او د تطبیق وړ دي.

وړمه ورځ د رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی و چې په داسې لسګونه کسانو کې د عصبي اختلال پېښې رامنځته شوي چې د جانسن کووید-۱۹ واکسین یې تطبیق کړي دي، په دغه راپور کې زیاته شوې چې له یادې ناروغۍ تر دې دمه یو کس مړ شوی هم دی.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هغه خپاره شوي خبرونه ردوي چې ګواکې دا واکسین د له تطبیق وروسته د عصبي اختلال یا ګډوډۍ لامل کیږي، او وایي چې د جانسن واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تایید شوي، قانوني جواز یې ترلاسه کړی او د اندېښنې وړ نه دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري رسنیو ته ویلي، هغه واکسین چې د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړي، هیڅ ستونزه نه لري او خلک دې په اړه اندېښنه نه کوي. د نوموړي په وینا، د جانسن واکسینو هم د روغتیا نړیوال سازمان قانوني جواز ترلاسه کړی او اصلا د اندېښنې وړ نه دی.

ښاغلي طاهري زیاته کړه، په عمومي ډول ټول درمل او واکسین یو څه جانبي عوارض لکه تبه، ځان دردي، خستګي او زړه بدي لري؛ خو دا عوارض ژر له منځه ځي، تلپاتې او د اندېښنې وړ نه دي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې دغه ادعا ردوي چې د هېواد دننه او په بهر کې ګڼ شمېر رسنیو د امریکا د خوړو او درملو ادارې له قوله دغه واکسین په اعصابو کې د ستونزو رامنځته کېدو لامل ښودلي دي.

په یادو رسنیو کې ویل شوي چې د جانسن شرکت واکسین له تطبیق شپږ اونۍ وروسته په انسان کې د رواني اختلال لامل کیږي.

دغو راپورونو د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د خلکو ترمنځ د جانسن واکسینو تطبیقولو په اړه بېلا بېلې اندېښنې رامنځته کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې د جانسن واکسینو له ۱۳ ملیونو زیات دوزه تطبیق شوي، دغه راز د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د یادو واکسینو تطبیق پېل شوی دی. دا واکسین یو کس ته یو دوز تطبیقیږي.

امریکا ژمنه کړې چې اسیایي هېوادونو ته ۳۵ ملیونه دوزه د جانسن واکسین مرسته کوي، د یادې مرستې له مخې ۳.۳ ملیونه افغانستان ته رالیږي چې د ۱.۴۶ ملیونه واکسینو لومړۍ جوپه رارسېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx