نړۍ

په نیپال کی دیوي الوتکی دارالویدلو له کبله ۱۸ تنه مړه شول

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵)کټمنډو: یوه وړوکي الوتکه چی سیلانیان یی دهمالیه دغرو وڅوکو دسیل لپاره وړه رالویدلي ده، دکټمنډو دهوایی ډګرچارواکی وایی دالوتکي درالویدلو له امله ۱۸ تنه سورلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

په بودا نامي الوتکی کی ددري نیپالی الوتونکو په شمول لس تنه هندوستاني یوسمیز اوپنځه کسه نورله مختلفوهیوادونو سره تړاو لرونکی مسافرسواره وه چي همالیه دغرونو له لمنوسره را ولویده، دکټمندو ښار امنیتي چارواکي وایی الوتکه دتوند باران اوګڼو وریځو له کبله رالویدلی ده.

دټریبوان نړیوال هوایی ډګر مسؤل له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل بودا ۱۰۳نمبر الوتکه له یوي غرني سفرڅخه بیرته دهوایی ډګرپه لوري دراتلو په حال کی وه چی دکوډاډا وغره ته ځیرمه راپریوته، دهوایی ډګر مسؤلین وایی چی سهار  پراوه نیمو بجو دهوایی ډګراو الوتکي ترمنځ اړیکی وشکیدي، یوه سمیز ټلویزیون خبرورکړی وو، وایی دعیني شاهدانو په وینا چی الوتکي له لویدلو څخه څو شیبي مخکی اور واخیست اوپه لمبو کی پټه شوه چی وروسته پرځمکه راپریوته.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x