افغانستان

کندز: د چهاردرې په امنیه قومندان سرتېری برید شوی

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): نن سهار شاوخوا اووه بجې په کندز ښار کې د دې ولایت د چهار درې ولسوالي په امنیه قومندان غلام محی الدین سرتېری برید شوی دی.

ویل کېږي چې په پېښه کې څلورو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده چې پخپله د چهاردرې امنیه قومندان غلام محی الدین هم مرګونی ـ ټپي شوی دی.
دغه پېښه د کندزو ښار د دیومې امنیتي حوزې اړوند په هندوسوزان سیمه کې شوې ده.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سید سرور حسیني د پېښې پخلی کړی دی،او ويلي يې دي چې د قومندان په ګډون يې دوه ساتونکي ټپیان او یو بل وژل شوی دی.

د پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x