
طالبانو د انګلستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې«مثبتې» وبللې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو د انګلستان ددفاع وزیر وروستۍ څرګندونې «مثبتې» بللي او د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې یې له نړیوالو سره د اړیکو پر پاللو ټینګار کړی دی.
دا خبره د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم کړې او نړیوالو ته یې یوځل بیا د افغانستان له خاورې څخه د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې نه خو د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه به هم په خپل هېواد کې د پردیو لاسوهنه وزغمي.
د اړونده موضوعاتو د حل په موخه ډاکټر نعیم ویلي، چې د ګډ تفاهم له لارې د اړونده ستونزو په حل کولو باور لري.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د انګلستان دفاع وزیر بین والیس له ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ؤ، چې که طالبان نړیوال اصول او بشري حقوق مراعات کړي، نو هېواد یې تیار دی چې د طالبانو له حکومت سره ګډ کار وکړي.
د شنونکو په باور د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د طالبانو د سیاسي پلاوو پرلپسې سفرونو او مهمو مناسبتونو کې د ویناوو له کبله د پخوا په پرتله د طالبانو پر وړاندې نړیوال او سیمه ییز حساسیتونه راکم شوي، چې اوس د ګڼو هېوادونو استازي په دوحه او د نورو چینلونو له لارې طالبانو سره د اړونده موضوعاتو په هکله اړیکې ساتي او کله ناکله ورسره رسمي ناستې هم کوي.
هیله ده : نړیوالو تاسو ټول پوهیږی چی د اشرف غنی حکومت نور په ځنځیرونو هم نشی را ټینګیدای او مقابل اړخ یی د تیزی سیلی په څیر پرمختګ کوی نو هـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیله ده چي ژر تر ژره د طالبانو حکومت په رسمیت و پیژنی او د برتانیا د لاوس په څیری هاخوا دیخوا مه کیږی ښه پر زغرده و وایی چی اشرف غنی نور نو خپل تلتک ټول او واک وسپاره .
ضروربه يي مثبت بولي ځکه چي ديوبنديت عقيده انګريزانو ايجاد کړله، نوتاسی یی بچیان یاست دوی هم پوهيږي چه مونږ ته خطر د ديوبنديانو نه نه دي بلکه د موحدينو نه دي لکه څنګه چي اوس هم ورنه په يره کي دي تاسي خو به ضرور د خپلو بادارانو اطاعت کوي لکه څنګه چي اوس د قطر # حکومت په غيږ کي ناست او د هغوي خوراکونه خوري د الله د رسول نه يو دليل ښکاره کړي لکه څنګه چي تاسي دا خپل ګنده عملونه کوي د اهمغه دشمن دي چه په تاسو يي پرتګونه وباسل او د ولس ښځي… نور لوستل »
ستا له ګنده تبصری معلومیږی چه له پرونو یا نننو اشغلګرو زیږول شوی بقایا یاست، دا چه له ځینو مجاهد مشرانو په دی جرم پرتوګونه ویستل کیږی چه خپلواکی غواړی او د ملت د پرتوګ ایستنی غچ اخلی دا د پیغور نه د ویاړ خبره ده ، بیغیرتی دا ده [چه بادارانو ته قضایی مصونیت په رسمی ډول ورکړی او هغوی ستاسی په کورونو، لیارو او دفترو څارنه او ساتنه لری ستاسی په کورونو کی تر تاسی د هر څه کولو اولیت او صلاحیت لری چه لا س په لاس یی پرتوګ ایستلی ووینی مقاومت خو پریږده د شکایت حق… نور لوستل »
زه هم فکر کوم چی غربي نړۍ له طالبانو کوم توقعات هغه براورده شوی دی، ځکه داسی څرګندونی کوی چی هغه د طالبانو لپاره سیاسی کمپاین وی، خدای دی وکړی چی طالبان زما خبره بل شان تعبیر نه کړی، زه هم په دی خوشاله یم چی طالبان دنظامی قدرت سره سم سیاسی وړتیا هم وښیی ، که چیری سیاسی توانایی نړیوالو ته ثابته نه کړی بیا به د تیر په څیر له دنیا سره اړیکی ونه لری او منزوی به وی، نه ښه خبره داده چی طالبان اوس په دی حساس وخت له نظامی اړخه ډیره توجه سیاسی لوري ته… نور لوستل »
He had better eat grass coz he seams like##. Grass can give him extra energy to fight with Kabul regime
خامخا به یی مثبتی بولی ټولی دنیا ته معلومه ده چی طالبان د انګیریز ## دی. په هند کی د دیوبند فابریکه ټوله د همدغو انګریزانو په پیسو چلیږی. ####
د حق او باطل جګړه کی طالبان د حق سنګر ( د الله ج اړخ ) کی قرار لری الله ج ورسره هر اړخیزی مرستی کوی تر ټولو لویه مرسته یی همدا چه طالبانو ته یی هر اړخیزه وړتیا او پیاوړتیا ورکړی سره د دی چه مادی امکانات یی کم دی کم شمیر ، کمی وسلی او وسیلی لری او مقابل اړخ بی شمیره او ډیری وسلی او وسیلی لری. باطل اړخ ته یی د طالب مجاهدینو په مقابل کی ویره ورکړی او هغه رازدا چه : باطل اړخ ( استعمار ) د نورو د استثمارولو د پاره جنګیږی چه… نور لوستل »