ورزش

برسلونا کلب سره د تړون له ختمېدو وروسته، میسي هره ورځ ۱۰۰ زره یورو له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې له برسلونا سره د خپل تړون پای ته رسېدو وروسته لوی مالي زیانونه ګاللي دي.

لکه څرنګه چې ارجنټایني میسي اوسمهال د برسلونا سره هیڅ تړون نه لري او یو ازاد لوبغاړی دی، هره ورځ ۱۰۰ زره یورو له لاسه ورکوي، چې پخوا به یې د برسلونا کلب څخه ترلاسه کولې.

د راپورونو له مخې میسي په تېر تړون کې له برسلونا کلب څخه له مالیې پرته ۱۳۹ ملیونه یورو ترلاسه کولې، خو اوس د تړون له پای ته رسېدو وروسته نوموړی هره ورځ ۱۰۰ زره یورو له لاسه ورکوي، هغه تر دې دمه په تېرو پنځلسو ورځو کې یو نیم ملیون یورو له لاسه ورکړي دي.

یو شمېر بهرني رسنۍ راپور ورکوي چې میسي د کوپا امریکا جام له ګټلو وروسته د برسلونا کلب سره تر ۲۰۲۶م د راتلونکو ۵ کلونو لپاره تړون لاسلیکولو ته رسېدلی، او نوموړي منلې چې خپل معاش ۵۰سلنه کم کړي، خو په دې اړه رسمي راپور د روانې میاشتې په وروستیو کې اټکل کیږي.

د کرونا وبا له کبله د برسلونا کلب د سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوی چې له لوبغاړو یې د معاش کمولو غوښتنه کړې او یو شمېر لوبغاړو منلې ده، د لوبغاړو په معاش کمېدلو سره به یاد کلب وتوانیږي د راتلونکي کلونو لپاره نوي لوبغاړي وپيري.

د راپورونو له مخې، میسي د برسلونا کلب څخه په ۲۰۲۰م کال کې هره اونۍ ۵۶۵ زره یورو ترلاسه کولې، چې په دې سره د نړۍ تر ټولو زیات معاش ترلاسه کونکی لوبغاړی نومول شوی دی.

د هسپانوي ورځپاڼې «ال موندو» تېر کال په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وو چې لیونل میسي د برسلونا سره په ۲۰۱۷م کال کې د ۵۵۵ ملیونه یورو په ارزښت د څلورو کلونو لپاره تړون لاسلیک کړی و چې په یوه سیزن کې یې نږدې ۱۳۹ ملیونه یورو ترلاسه کولې، دغه راپورونه که څه هم سم وو خو د برسلونا ادارې یې مسئولیت نه دی منلی.

میسي اوس هیڅ کلب سره تړون نه لري، کوم چې د هغه د مالي زیان لامل کیږي، خو فرانسوۍ ورځپاڼه «آس» وایي، دغه وضعیت د لوبغاړي په اقتصاد اغیز نه کوي ځکه چې هغه لا دمخه ستر ملیونر دی.

د یادونې وړ ده چې د لیونل میسي د یکشنبې په ورځ برازیل لوبډلې ته د کوپا امریکا جام پایلوبه کې ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې خپلې ملي لوبډلې ارجنټاین ته جام راوړ، دغه د میسي لپاره د خپل کیریئر تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.

د فوټبال پوهان او مبصرین وایي چې په کوپا امریکا جام ګټلو سره لیونل میسي یو ځل بیا د «بالون ډور» جایزې ګټلو تر ټولو نږدې کاندید دی، هغه تېر کال تر بل هر لوبغاړي زیاتې لاسته راوړنې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x