روغتیا

چینایي واکسینونه (ساینو ویک او ساینو فارم) د کرونا پر ضد څومره اغیزناک دي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په دې وروستیو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ ضد چینایي واکسینونو په اړه ځینې منفي راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې د ناروغۍ پر وړاندې اغیزناک نه دي او ممکن التهاب رامنځته کړي چې د ځینو د مړینې لامل هم شوي دي.

چینایي واکسینونه (ساینو ویک او ساینو فارم) د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د بیړني کارونې لپاره تایید شوي، او روغتیا پوهان هم وایي چې د کرونا پر ضد اغیزناک دي او د ګڼو خلکو ژوند یې ژغورلی دی.

خو ددې سربېره خپاره شویو راپورونو د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي او ددې اغیزتوب په اړه یې پوښتنې پيدا کړې دي، خو ایا ددې واکسینو په اړه اندېښنې پرځای دي؟

د ساینو فارم واکسین د دولتي شرکت او ساینو ویک په بیجنګ کې د بایوټیک شخصي شرکت له لوري چمتو شوي، په دې کې داسې غیر فعال ویروسونه کارول شوي چې د انسان د بدن انټي باډي ډيروي او د ویروس سره په بدن کې مبارزه کوي، دغه ویروس انسان ته له پيچکارۍ کولو دمخه وژل کیږي او په دې توګه بیا نشي کولی کرونا ویروس له یوه نه بل ته ولیږدوي.

د یادو واکسینو په اړه په یو شمېر هېوادونو کې ازمایښتي پړاوونه ترسره شول، د ټولو ازمايښتونو او معایناتو په پایله کې څرګنده شوه چې چینایي واکسینونه لږ تر لږه د کرونا ویروس په ناروغانو کې د جدي کېدو پر وړاندې ۷۹ سلنه اغیزناک دي.

د نورو واکسینونو په پرتله د چینایي واکسینونو ځانګړتیا داده چې کېدای شي په عادي یخچالونو کې وساتل شي، په دې سره بېوزله هېوادونه کولی شي دا واکسینونه تر ټاکلې نیټې زیرمه کړي.

تر دې دمه د ساینو ویک واکسینو ۹۴۳ ملیونه دوزه تولید شوي دي. د راپورونو له مخې اوسمهال پورتني واکسینونه د اسیا، سویلي امریکا او افریقا له سلو زیاتو هېوادونو کې کارول کیږي، چې په اړه یې منفي خبرونه لږ او یا هم نه دي ورکړل شوي.

بل لوري ته په ځينو هېوادونو کې هغه کسان چې چینایي واکسینونه یې تطبیق کړي یو ځل بیا په کرونا اخته شوي دي، په دې تړاو د سویلي امریکا هېواد «چیلي» چې ۷۰ سلنه وګړي یې په ساینو ویک واکسین شوي هم د کرونا ډیلټا بڼې پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د چیلي حکومت پر ګرځېدو او سفر کولو محدودیتونه لګولي دي.

ددې سربېره په منګولیا او سېشېل ټاپوګانو کې هم ګڼ شمېر خلک چې چینایي واکسین یې تطبیق کړي په کرونا اخته شوي دي، د سېشېل ټاپوګانو ۶۷ سلنه وګړو او د منګولیا ۵۵ سلنه وګړو ته د ساینو فارم چینایي واکسین لګول شوي دي. په اندونیزیا کې هم ځینې روغتیا پالان د ساینو ویک واکسینو دوه دوزونو لګولو سربېره مړه شوي دي.

که څه هم د کرونا ضد واکسینونه انسان سل سلنه له کرونا نشي ژغورلی، خو روغتیا پوهان د هغو هېوادونو په اړه چې له واکسین وروسته هم په کې کرونا زیاته شوې وایي، په چیلي کې د پېښو ډیروالي لامل ددغه حکومت ناسمه پالیسي ده چې له لومړي دوز وروسته یې خلکو ته په مجلسونو کې د راټولېدو اجازه ورکړه، دغه راز په منګولیا او سېشېل ټاپوګانو کې هغه کسان ډیر مړه شوي چې واکسین یې نه دي تطبیق کړي.

د برازیل په ازمایښتي پړاو پایلو کې ویل شوي وو چې د ساینو ویک واکسینو موثریت د ناروغۍ جدي کېدو او د ناروغانو د بستر کولو په مخنیوي کې ۱۰۰ سلنه ثابت شوی، په داسې حال کې چې د ساینو فارم اغیز ۷۹ سلنه ثابت شوی دی. دا په دې معنا، هغه کسان چې مزمنې ناروغۍ ونه لري د یادو واکسینو په مرسته له کرونا ژغورل کېدلی شي.

بل لوري ته ځينې هېوادونه په دې تړاو فکر کوي چې د چینایي واکسینونو دوه دوزونو سربېره دریم دوز هم تطبیق کړي، په دې هېوادونو کې هانګ کانګ، اندونیزیا، متحده عربي امارات او ترکیه شامل دي، چې غواړي خپل وګړي له چینایي واکسینو وروسته په فایزر امریکایي واکسینو یو دوز تطبیق کړي، د بحرین حکومت هم غواړي له ۵۰ کلنۍ پورته کسانو ته دریم دوز د فایزر واکسینو ولګوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ څرګنده کړه چې یوه کس ته د واکسینو ګډول ممکن انسان له خطر سره مخ کړي، په دې تړاو څیړنې روانې دي خو مثبتې پایلې نه دي موندل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x