نړۍ

د حماس مجاهدينو د اسراييلو F16جنګي الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): د حماس پوځي څانګې القسام ويلي، چې د اسراييلو يوه F16 ډوله جنګي الوتکه يې رانسکوره کړې ده.

الاناضول خبري اژانس د القسام د وياند ابوعبيده له قوله ليکلي، چې تېره شپه د دوی د هوايي دفاع کډنک ځواکونو د دير البلح سيمه کې د اسراييلو يوه F16 ډوله جنګي الوتکه په داسې حال کې په نښه کړه، چې غوښتل يې په سيمه کې بمباري وکړي.

د القسام وياند وايي، چې د روانې جولايي مياشتې له ۷ نيټې چې اسراييلو پر غزه خپل ترهګريز بريدونه پيل کړي، دا درېمه جنګي الوتکه ده، چې د حماس مجاهدينو لخوا ويشتل کيږي.

الاناضول خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې اسراييلي الوتکو تېره شپه د غزې لويديځ د رفح ښار کې درنه بمباري وکړه، چې له امله يې يوه ودانۍ په مکمله توګه ويجاړه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x