افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان د افغان سولې په تړاو دوه ورځنی کنفرانس جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان سولې پروسې ته د سرعت ور بښلو په موخه په اسلام اباد  کې د دوه ورځني کنفرانس کوربتوب کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ذاهد حفیظ چوهدري» په اسلام اباد کې اوونیزې خبري ناستې ته ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې له اوولسمې تر نوولسمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته رابلل کېږي، تر څو  د افغان سولې هڅو ته سرعت ور وبښي او لا یې غښتلې کړي.

دده په خبره، د کنفرانس د ځنډ خبرونه بې بنسټه دي.

https://twitter.com/ForeignOfficePk/status/1415672062702592001?s=20

دغه ناسته چې افغان  سیاسي مشران او مخکښې څېرې ورته بلل شوې دي، داسې مهال رابلل کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په بشپړېدو ده او تر څنګ يې په دوحه کې د سولې د جدي خبرو د پيلېدو تمې هم شته.

په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» د کرزي، محقق، صلاح الدین رباني، احمد ولي مسعود، سید اسحاق ګیلاني، عمر داوودزي او عمر زاخیلوال په ګډون له ګڼ شمېر مطرحو سیاسي څېرو سره لیدلي او د اسلام اباد په کنفرانس کې د ګډون بلنه یې ورکړې.

د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» نن له حامد کرزي سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغان سولې په اړه د بحثونو په موخه یې کرزي ته دا سلام اباد د لیدنې بلنه ورکړې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو فعال «اسد وحیدي» وایي،  اشرف غني او د برتانیا لوی درستیز له حامد کرزي، عبدالله او نورو مطرح شخصیتونو غوښتي، چې د اسلام اباد په کنفرانس کې برخه واخلي؛  خو دې سیاستوالو ټینګار کړی، چې اشرف غني باید لومړی د هغو پټو او ښکاره تړونونو په اړه ورسره معلومات شریک کړي، کوم چې کابل  حکومت له پاکستان سره کړي دي.

د وحیدي له قوله، په تېرو څو میاشتو کې په بحرین کې د ملي امنیت شورا سلاکار  «حمدالله محب» له پاکستاني امنیتي چارواکو سره لیدنې کړې او ددې تر څنګ اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز سره لیدنې درلودې،  چې دده په خبره، په دوران کې یې له پاکستان سره هوکړه شوې چې د حکومتي عسکرو شمېر به اویا زرو ته راټيټېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x