افغانستان

طالبانو په زابل کې د ۳۳ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو د زابل ولایت مرکز کلات او ارغنداب ولسوالۍ مربوطاتو کې کې د ۳۳ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل کړي دي.

دغه سړک چې د زابل مرکز کلات څخه د ارغنداب ولسوالۍ تر «باغ» سیمې پورې د ۳۳ کیلو مترو په اوږدوالي، ۴۶ وړو پلونو او ۷ استنادي دیوالونو باندې مشتمل دی، د طالبانو فواید عامې ریاست لخوا یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې ترڅنګ ویلي، چې ټاکل شوې ده چې د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار لویې لارې تخریب شوې برخې هم بیرته ورغول شي.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د شاوخوا ۲۰۰ ولسوالیو او سلګونو پوځي مرکزونو له نیولو وروسته د ټولګټو پروژو او خلکو ته د ملکي خدماتو د وړاندې کولو په موخه د فواید عامې په نوم ریاست تشکیل کړ، چې تر ډیره يې د طالبانو له لوري په تازه نیول شوو سیمو کې د بیا رغاونې پروژې پیل کړي دي.

د طالبانو ددغه نوي تشکیل شوي ریاست له لوري تراوسه د کندوز، بغلان، هلمند، کندهار، زابل، میدان وردګ ، پکتیا او پکتیکا په شمول ګڼو ولایاتو کې لسګونه روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه، پلچکونه او نورې دولتي ودانۍ بیرته رغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

له پوځي پرمختګونو سره همهاله په پراختیايي برخه کې د طالبانو لخوا د نوي ریاست تشکیل د عامو افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او دا کار یې د ښې حکومتولۍ په لور د طالبانو مهم ګام بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په هلمند کی طالبانو ۱۰۰ بستریزه روغتون ړنګ کړ د سرک جوړوله به د طالب کوم جنایت پټ کړی. د رازق کور یی سره چور نکړ؟

تور سپین

طوطى الله دى اصلاح کړه. رازق د چمن يو لغړى( هغه څوک چه د بايسکله او موټر سايکل باندى پر سرحد قاچاق کوى )وو. نو د ده د پلار او نيکه داراى د کمه وه چه دا قصر يى په آباد کړى وو. چه قدرت يى پيدا کى، روزانه د چمن د ګمرک عايدات د تاديدن( رازق ورور) پواسطه راټوليدل او د شپى د خوا په سلهاو موټر بيدون رسمى محصول څخه اوښتل او را اوښتل او دغى پيسى را ټوليدلى او دا پيسى بيا د والى ويسا، د کندهار د محدود شورا غړى Razeq and co په مابين کى… نور لوستل »

مجاهد

طوطی د مرغالو له ډلی او د انسان په شان نه دی هماغه وایی چه ورته ویل شوی او هماغه تکرار تکرار بیانوی او که بله نوی خبره کوی هغه ورته نوی زده شوی او هغه تر ډیره تکراروی. یعنی د طوطیانو زړونه د انسانانو به شان له ایمان او احساساتو خبر نه دی ځینو مرغانو ته لکه طوطیان الله ج د خپل خدایی عظمت د ښودلو د باره یوه کمه انداره خارق العاده یو لږ څه ورکوی چه څه خبری ورته زده کړی هغه وایی او نور مرغان یی نه شی ویلای نو طوطی انسان نه دی مرغه دی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx