افغانستان

د افغان سیاستوالو نیمګړی پلاوی نن ماسپښین دوحې ته روانیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان سیاستوالو ۷ کسیز پلاوی نن ماسپښين د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته سفر کوي.
کابل نیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ده ددې پلاوي په ترکیب کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د اشرف غني ستر سلاکار محمد محقق، د ملي پخلاینې عالي شورا غړی کریم خلیلي، د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم، عنایت الله بلیغ، فاطمه ګیلاني، معصوم ستانکزی او یاهم سلام رحیمي په ګډون ۷ تنه شامل وي.
که څه هم تردې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني او صلاح الدین رباني نومونه هم ددې هیئت په ترکیب کې اعلان شوي وو؛ خو داسې ویل کیږي چې نوموړي کسان د ناڅرګندو دلایلو له امله اوس نه غواړي چې قطر ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ارګ ته نږدې سرچینو خبر ورکړ، چې قطر ته د لوړ پوړو افغان سیاستوالو سفر لغوه شوی دی.
په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا رسینو ته ویلي، چې د افغان سیاستوالو د با صلاحیته پلاوي اعضاء ځکه تر نیمايي هم کم شول، چې ارګ هغوی ته معنی داره مذاکراتو لپاره اختیارات ورنه کړل.
ټاکل شوې وه چې پرون د پنجشنبې په ورځ نوموړی پلاوی په ارګ کې له ولسمشر غني سره وګوري او د خپلو اختیاراتو کچه معلومه کړي؛ خو داچې نوموړی ازبکستان ته په سفر ولاړو او د هیئت زیاتره اعضاوو نه غوښتل چې له اختیاراتو پرته طالبانو سره مذاکراتو کې برخه واخلي.
داسې ویل کیږي چې ارګ لاهم د سولې پروسې کې صادقانه هڅې نه کوي، بلکې غواړي د مختلفو هيئتونو په لیږلو سره وخت ضایع کړي او خپله د واک موده وغځوي.
دوحې ته د افغان سیاستوالو ۷ کسیز پلاوی په داسې مهال سفر کوي چې د هېواد له ۲۵۰ څخه زیاتې ولسوالۍ طالبانو سره دی او د ۱۲ ولایاتو مرکزونه یې هم کلابند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

کله چه مى د دى اوباشانو نوملړى تر سترګو شول د مکتب دڅلورم او که پنځم صنف د پښتو ژبى يو لوست را ياد شوو “د يونس د مور ښوروا” نو غواړم دانوم ور بدل کړم د غنى د مور ښوروا ورته ووايم. دي بيا دا سړه ښوروا دوباره د ارګ نشينانو په استازيتوب و قطر ته ور استوى. بى اختياره بګيلان. ددى ښوروا دلاسه دا ټوله ملت ناجوړه دى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx