نړۍ

امريکا او اروپا اسراييلو ته خپل پروازونه ځنډولي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): اسراييلو کې د بين ګورين هوايي ډګر په يو کلومترۍ کې د حماس د توغنديو له لګيدو وروسته امريکا او اروپا اسراييلو ته خپل پروازونه وځنډول.

د متحده ايالتو هوانوردۍ وزارت درې هوايي شرکتونو ډيلټا، يونايټيډ او يو ايس ايير وېز ته ويلي، چې د ۲۴ ساعتونو لپاره دې اسراييلو ته خپل پروازونه وځنډوي.

د دې ترڅنګ د اروپا هوانوردۍ ادارې هم اسراييلو ته خپل پروازونه ځنډولي دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو د امريکا او اروپا د پرېکړې له امله خواشيني څرګنده کړې او له امريکايي او اروپايي چارواکو يې غوښتي، چې خپله پرېکړه واخلي او اسراييلو ته خپل پروازونه بيرته پيل کړي.

نيتنياهو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري څخه غوښتي، چې د امريکا هوانودرۍ اداره دې خپله پريکړ واخلي او اسراييلو ته دې خپل پروازونه نه ځنډوي.

اسراييلي چارواکي وايي، د امريکا او اروپا لخوا نوموړې پريکړې خوابدي کړي او دا کار د حماس تروريستانو لپاره د خوښۍ لامل ګرځي، نو له همدې امله امريکا او اروپا بايد په خپله پرېکړه بيا نظر وکړي.

په عين حال کې د اروپا هوانوردۍ اداره وايي، چې دوی خپلو ټولو هوايي شرکتونو ته جدي امر کړی، چې اسراييلو له پرواز کولو ډډه وکړي.

د دې تر څنګ فرانسې، ايټاليا او کاناډا هم اسراييلو ته خپل پروازونه ځنډولي دي.

د امريکا ډيلټا او يونايټيډ هوايي شرکت اعلان کړی، چې د لنډ راتلونکي وخت لپاره يې اسراييلو ته خپل پروازونه ځنډولي دي او يو ايس ائير وېز وايي، چې تر دې دمه دوی په دې اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسيدلي او ډېر ژر به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او اروپا د نوموړې پريکړې له امله اسراييلو ته درانه مالي او سياسي زيانونه اوړي او په جګړه کې د حماس تله درنه ښښي، چې پر اسراييلو غالب دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x