افغانستان

د کاپیسا مرستیال والي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت مرستیال والي عزیز الرحمن تواب له طالبانو په جګړه کې وژل شوی دی.

د کاپیسا والي عبداللطیف مراد ددې خبر په تایید سره ویلي، چې مرستیال والي د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د طالبانو پرضد جګړه کې وژل شوی؛ خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.

عزیز الرحمن تواب چې پخوانی جهادي قومندان او د ملي امنیت د عمومي رئیس احمد ضیا سراج د اکا زوی ؤ، له تیرو څو کلونو راهیسې د کاپیسا د ولایت معاون پاتې شوی ؤ.

باید وویل شي چې د کاپیسا ولایت تګاب او اله سای ولسوالۍ دوه اونۍ مخکې د طالبانو لخوا نیول شوي  او دا مهال په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx