ورزش

د شل اوریزو نړیوال جام مهالویش اعلان شو، افغانستان، هند او پاکستان یوه ګروپ کې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۱م شل اوریزو نړیوال جام مهالویش په ډاګه کړی چې له مخې به یې د افغانستان لوبډله، پاکستان، هندوستان او نیوزیلاند سره یوه ګروپ کې لوبیږي.

د آی سي سي له لوري د خپاره شوي مهالویش سره سم به د افغانستان او پاکستان لوبډلې د هند او نیوزیلاند سره په سوپر ۱۲ پړاو کې په دوهم ګروپ کې شاملې دي، چې دوه نورې لوبډلې به د لومړي پړاو لارموندنې څخه دغه ګروپ کې شاملیږي.

د سوپر ۱۲ پړاو په دوهم ګروپ کې استرالیا، انګلستان، سویلي افریقا او ویسټ انډيز لوبډلې شاملې دي چې ورسره به د لومړي پړاو دوه لوبډلې د لار موندنې څخه ورځای کیږي.

https://twitter.com/T20WorldCup/status/1415978487878455298?s=20

د ګروپي پړاو لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د جدول له مخې ټاکل شوي، چې افغانستان له بنګلدیش او سریلانکا وړاندې په ۸م مقام ځای لري، همدا لامل دی چې افغانستان له سترو لوبډلو سره یوځای او سریلانکا او بنګلدیش به له لومړي پړاو څخه تیریږي.

د سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې به په لومړي پړاو کې د ټیټې درجې لوبډلو سره لوبیږي او دوهم پړاو ته به لار مومي، په دې کې ایرلینډ، نیدرلینډ، پاپوا نیو ګینیا، سکاټلینډ، عمان، عربي امارات او نمیبیا لوبډلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو نړیوال جام به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پېل شي، په لومړي سر کې به تر ۲۴مې نیټې د لومړي پړاو لوبې په عمان او عربي اماراتو کې ترسره شي، له هغې وروسته به سوپر ۱۲ پړاو لوبې پېل شي چې پایلوبه به د نومبر په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

ټاکل شوې وه د شل اوریزو نړیوال جام به په هند کې ترسره شي، خو د کووید-۱۹ ناروغۍ ناسم وضعیت له کبله دغه سیالۍ د هند په کوربه توب عمان او عربي اماراتو ته انتقال شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x