افغانستان

۱۵ نورو اسراییلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، د زمري ۱، ۱۳۹۳ل): د الجزیرې عربي کانال خبریال وايي چې غزه کې په وروستیو نښتو کې ۳ اسراییلي عسکر وژل شوي او ۱۲ نور يې سخت ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګه کتائب القسام وايي، دوی یوه اسراییلي F16 جیټ جنګي الوتکه ویشتلې ده. همدا راز یې د سه شنبې په ورځ ۹۶ میزایل د اسراییلو په لوري توغولي چې یو شمېر يې تر تل ابیبه رسېدلي دي.

اسراییل وايي چې دوی پرون سه شنبه ۶ اسراییلي عسکر موندلي او اووم عسکر يې لا هم ورک دی. دغه عسکر د قسام مجاهدینو تېره ورځ په جګړه کې یرغمل ونیوه.

اسراییل تر هغې وروسته چې نن سهار د حماس له سخت مقاومت سره مخ کیږي، چې تېره ورځ په جګړه کې د دوی لومړی بریدمن ووژل شول. د اسراییلو په وینا تر هغې وروسته چې دوی په غزه کې ځمکني عملیات پیل کړي د اسراییلي وژل شوو پوځیانو شمېر ۳۱ تنو ته رسېدلی دی. همدا راز حماس سره په جګړو کې د ټپي شوو عسکرو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی چې تر ۱۰۰ زیات یې لا هم تر تداوۍ لاندې دي.

د حماس مقاومت

نن سهار وختي د قسام مجاهدینو اعلان وکړ چې دوی د هوايي دفاع کنډک ځواکونو د دير البلح سيمه کې د اسراييلو يوه F16 ډوله جنګي الوتکه په داسې حال کې په نښه کړه، چې غوښتل يې په سيمه کې بمباري وکړه.

همد راز قسام مجاهدینو پر خپلې وېبپاڼې د یو زریدار ټانګ د ویجاړیدو خبر ورکړی دی.

قسام زیاته کړې چې دوی د سه شنبې په ورځ ۹۶ میزایل ویشتلي دي. د دوی په وینا دوی د تل ابیب ښار، د سیدیتمان لوژویستکي مرکز او د زیکیم نظامي مرکز په نښه کړي.

د نېول شوي اسراییلي عسکر برخلیک

له هغې وروسته چې حماس د یو اسراییلي عسکر شاؤول آرون د نیولو خبر ورکړ، اسراییلو لومړی رد او وروسته یې د هغه ورکېدل ومنل.

د اسراییلو د پوځ ویاند بیټر لیرنر وايي چې دوی د ۷ عسکرو له جملې د ۶ مړي موندلي او یو یې لا هم ورک دی.

د لیرنر په وینا په حي الشجاعیة کې پر دوی د قسام له لوري برید وشو.

اسراییلي پوځ زیاته کړې چې دوی د دغه پوځي د پیدا کولو په لټه کې دي خو تر دې مهاله یې نه دی موندلی.

د امریکا مرسته

اسراییل پر غزې له ځمکني برید وروسته د حماس له سختو بریدونو سره مخ شوی او اسراییلو ته خورا زیات مالي او ځاني زیانونه ورسېدل، د امریکا دیموکرات ګوند هڅه کوي څو اسراییلو سره بیړنۍ ۲۲۵ میلیونه ډالر مرستې موافقه له ګانګرس څخه ترلاسه کړي. دغه مرستې د میزایل د خنثا کولو دفاعي سستم لپاره اسراییلو سره کیږي.

د کانګرس یوه غړي باربرا میکولسکي ویلي چې اسراییل د امریکا نږدې متحد دی او هغوی اوس له ځانه د دفاع په خاطر بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اسراییلي سرچینو په اساس د اسراییلو د مزایل د دفاع سستم تر اوسه نه دی توانېدلی چې ۸۰٪ میزایل چې د حماس له لوري په اسراییلو ویشتل کیږي خنثا کړي.

حماس په وروستیو دوو اونیو کې په اسراییلو شاوخوا ۲۰۰۰ میزایل ویشتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx