ادبي لیکني

د روزګار مکتب

سید عبیدالله نادر

نیک بخته هغه څوک دی، چې د دنیا څخه د عبرت ټکي راټول کړي او خپل زړه او ضمیر پرې روښانه کړي انسان باید هغه څه زده کړي، چې په راتلونکي کې ورته سر مشق وګرځي، ځکه زمانه په خپل دروند رفتار سره ډیر ځله داسې څه مخې ته راوړي، چې د عبرت بین نظر هغه وینې، د چا چې د زړه سترګې روښانه وي او نور ترې سطحي تېریږي، نو ښه به هغه وي، چې خپلې عبرت بینې سترګې پرانیزو او د عبرت غوږونه خلاص ونیسو او د زړه په غوږونو هم یو څه واورو او یا خپل فطري استعداد هم په کار واچوو نو د حضرت بیدل علیه الرحمه د دې شعر په مصداق چې که انسان خپل فطري هوش او فکر په کار واچوي نو کتاب او قلم ته ضرورت نشته ،نو د سترګو په پرانستلو سره د ځمکې او آسمان په اسرارو یو څه پوهېدای شو او هغه شعر دا دی:

هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست
چشم واکردن زمین و آسمان فهمیدن است

ځکه د زمانې د رفتار د نتایجو درس په هیڅ مکتب کې نشته، زمانه په خپل رفتار سره شاته ډیر لوی او عظیم درس او تجربه پریږدي، چې هغه مونږ په هیڅ مدرسې یا مکتب کې نشو زده کولای،

د فارسي شاعر مشهور رودکي وینا ده چې:

هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزَد ، زهیچ آموزګار

د روزګار د پند او نصیحت نسخه د هیڅ طبیب سره نشته، نو ځکه زمان ډیر لوی استاد دی، هغه څه چې د زمان څخه زده کوو او هغه تجربې چې د زمانې د ګذشت څخه لاس ته راوړو، هغه په کتابونو کې نه شو موندلای، زما یو شعر دی چې زما د شاعرۍ پیل هم د دې شعر څخه ویل کیږي چې د دې بحث سره ښه اړخ لګوي هغه دا دی:

لدې دومره کتـابو مې هیڅ یاد نشو
لکه دومره مې چې یاد شو له روزګاره
نادر

نو په کار ده چې په خپل اړخونو په رڼو سترګو نظر واچوو.

د رڼو سـترګو خاوند دلته په کار دی
چې اسرار د دې چمن ورته ښکاره شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx