افغانستان

اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو درې ورځنی کنفرانس وځنډېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د افغانستان سولې په تړاو درې ورځنی پلان شوی کنفرانس وځنډېده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پورته خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د جولاي په ۱۷مه پيلېدونکی کنفرانس وځنډېده او نوی تاريخ به يې له لوی اختر وروسته اعلانيږي.

پاکستاني سرچينې وايي، دغه کنفرانس د کابل حکومت په غوښتنه ځنډول شوی دی.

پاکستان په دغه درې ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره ګڼو افغان سياستوالو ته بلنه ورکړې وه، خو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

ټاکل شوې، چې ټول بلل شوي کسان به په ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته بېول کيږي، خو د کابل حکومت په غوښتنه دغه ناسته ځنډول شوې ده.

په دغه ناسته کې د کابل حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود او د پخوانی مرستيال ولسمشر احمد ضيا مسعود په شمول يو شمېر نورو سياستوالو ته بلنه ورکړل شوې وه.

تر اوسه د دې ناستې د ځنډېدو لامل نه دی معلوم شوی، خو د کابل پوهنتون استاد او د مسير ورځپاڼې مسؤول مدير اسد وحيدي تېره ورځ په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي و، چې اشرف غني او د برتانیا لوی درستیز له حامد کرزي، عبدالله او نورو مطرح شخصیتونو غوښتي، چې د اسلام اباد په کنفرانس کې برخه واخلي؛  خو دغو سیاستوالو ټینګار کړی، چې اشرف غني باید لومړی د هغو پټو او ښکاره تړونونو په اړه ورسره معلومات شریک کړي، چې د کابل  حکومت له پاکستان سره کړي دي.

د وحیدي په وينا، څو مياشتې مخکې په بحرین کې د ملي امنیت سلاکار  «حمدالله محب» له پاکستاني امنیتي چارواکو سره لیدنې کړي او د دې تر څنګ اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز سره لیدنې درلودې،  چې د ده په خبره، د دغې ناستې پر مهال له پاکستان سره هوکړه شوې چې د حکومتي عسکرو شمېر به اویا زرو ته راټيټېږي.

د اسلام اباد درې ورځنۍ ناسته په داسې حال کې ځنډول شوې، چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د يو شمېر سياستوالو نيمګړی پلاوی نن ماسپښين ناوخته له طالب استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

په دغه پلاوي  کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د اشرف غني ستر سلاکار محمد محقق، د ملي پخلاینې عالي شورا غړی کریم خلیلي، د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم، عنایت الله بلیغ، فاطمه ګیلاني او يو شمېر نور سياستوال شامل دي.

که څه هم تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني او صلاح الدین رباني نومونه هم د دې پلاوي په ترکیب کې اعلان شوي وو؛ خو داسې ویل کیږي چې دغه کسان د ناڅرګندو دلایلو له امله قطر ته له سفر کولو پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x