
تبلیغاتي جنګ او د ارګوالو زاړه عکسونه
زخمي افغان
وروستیو میاشتو کې طالبانو د کابل رژیم یوازې د جنګ او سیاست په ډګر کې نه دی مات کړی، بلکې په تبلیغاتي ډګر کې یې هم داسې لار ترې ورکه کړې، چې نه پوهیږي څه وکړي؟ څه ووایي او څه ونه وایي.
آبله ورځ د کابل ادارې درې ویاندان اجمل عمر شینواری، طارق آرین او روح الله احمدزی یوه ګډ خبري کانفرانس ته راوتلي وو. درې واړو داسې تکې تورې عینکې لګولې وې، لکه د ماډلینګ کومې مسابقې ته چې راوتي وي. خبریالانو شاید د ویاندانو د دې ړندو عینکو په اړه مختلف توجیهات کړي وي، اما واقعیت دا دی چې د ارګ ویاندان په دې ورځو کې وچ کلک درواغو ته مجبور شوي دي. د درواغ ویلو په وخت هیڅوک هم له مخاطب سره سترګې په سترګو نه شي کیدلای. د دروغجن سترګې د درواغو په وخت خامخا وارخطا حرکت کوي چې مخاطب ورباندې پوهیږي. د ارګ ویاندانو شاید د همدې لپاره دغه تورې عینکې لګول پیل کړي وي چې تر څو یې د تورې پردې شاته له خلکو سترګې پناه وي او په ډاډه زړه درواغ ووایي.
د درواغو د بیلابیلو انواعو او اقسامو د خپرولو په لړ کې یوه مهمه طریقه یې دا ده چې د ارګ ویاندان پخواني عکسونه پیدا کوي او بیا یې د تازه عکسونو په عنوان نشروي. څو ورځې وړاندې چې طالبانو ویش بندر اوبولدک ونیول، د ارګ ویاند دوا خان مینه پال لږ وروسته دعوه کړه چې بولدک بیرته د دوی ځواکونو نیولی. د دې ادعا د ثبوت لپاره یې یو پخوانی عکس خپور کړ چې د اردو عسکر د ویش دروازې سره ولاړ دي. خو شیبه لا نه وه تیره چې خلکو ورپسې د دې زاړه تصویر تفصیلات را وایستل چې دا عکس ډیر پخوانی دی. نو ځکه مجبور شو چې بیرته یې حذف کړی.
نن چې د کندهار له اړخه عسکرو په بولدک برید کړی و او سخت ګوزار یې وخوړ د دفاع وزارت ویاند فواد امان یوه ویډیو خپره کړه چې دا دی عسکر د بولدک په مرکزي چوک کې ګرځي. خو سمدستي خلکو پسې را لوڅه کړه چې دا ویډیو تیر کال د جشن د ورځې ده چې حکومتي عسکر د بولدک په چوک کې ګرځیدل. فواد امان هم مجبور شو چې خپله زړه ویډیو د ډیلیټ باطله دانۍ ته وغورځوي.
اشرف غني یو بل فیسبوکي چاپلوس نجیب ننګیال بیا څو کاله پخواني د څرخکو انځورونه خپاره کړي او دعوه یې کړې چې دا دی د امریکا امداد رارسیدونکی دی او ډیر ژر به لسګونه څرخکې ترلاسه کړو. خو د ارګ د دې جعلي انځورونو په مقابل کې د طالبانو میډیایي فعالیت نه یوازې ژوندی او منظم دی، بلکې د هرې پیښې او فتحې تازه ویډیوګانې خپروي. هغه وخت چې د ارګ او دفاع وزارت ویاندانو د بولدک د بیا نیولو لپاره په زړو او جعلي تصویرونو خلک تیر ایستل. د طالبانو یو خبریال د بولدک په چوک ولاړ و او دنیا ته یې ښودل چې دا دی بولدک له موږ سره دی.
یوازې د زړو تصویرونو په برخه کې نه، بلکې د جعلي اعلامیو د جوړولو، د تخریب جعلي اسنادو تهیه کول او دغسې نورو برخو کې هم د ارګ ویاندانو بشپړې جعلکارۍ ته کار ویلی. دوی فکر کوي چې په دې اکاذیبو به خلک خطاء کړي. خو په دې نه پوهیږي چې زمانه ډیره هوښیاره ده. اوس ماشوم هم کولای شي چې د یوه تصویر اصلیت او جعلیت او دا چې تازه دی او که پخوانی په څو ثانیو کې معلوم او ثابت کړي. علاوه دا چې دغسې دروغ او جعلکاري د دوی حیثیت او اعتبار نور هم په اوبو لاهو کوي.
پښتو متل دی چي وایي غل وزغلوه خو تر کوره پوري یې مه زغلوه. موږ چي کله ماشومان وو او په کوڅه کي د کوم ګاونډي د کور هنداره په ډبره راڅخه ووهل سول او ګاونډی به راپسي راووتی نو موږ به په ناولده کوڅو کي په ځان پسي زغلاوه څو کور مو پیدا نه کړي که نه خپل مشران به سزا راکوي. طالبان هم تر یو حده په دې نزاکت پوهیږي چي غل به تر کوره نه زغلوې خو دا کابلیان خوران په دې نزاکتونو نه پوهیږي. د خپل کور مخ ته کار خراب کړي او لنډ په خپل… نور لوستل »