
غني: پاکستان د افغان سولې په تړاو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې/ ویډيو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» پاکستان تورن کړی، چې په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې يې عملي ګامونه نه دي اخیستي او نه یې هم پر طالبانو له شته نفوذ ګټه اخیستې.
غني نن په ازبکستان کې د «مرکزي اسیا سیمه ییز اتصال، ګواښونه او فرصتونه» تر عنوان لاندې هغه کنفرانس ته چې د پاکستان لومړي وزیر هم برخه پکې درلوده ویلي، چې استخباراتي اټکلونه ښيي، په تېره یوه میاشت کې لس زره وسله وال له پاکستان او نورو سیمو افغانستان ته را اوښتي او دلته د طالبانو تر څنګ جنګېږي.
دده له قوله، د پاکستان لومړي وزیر او جنرالانو د افغانستان د ثبات او له طالبانو سره د ملاتړ غڅولو ژمنې نه دي پوره کړې او نه یې هم هغوی د مذاکرې مېز ته قانع کړي.
غني ددې تر څنګ طالبان تورن کړل چې د جګړې کچه یې لوړه کړې او له ژمنو سره، سره یې د ولایاتو پر مرکزونو بریدونه کړي.
Afghan President @ashrafghani’s hits out at Pakistan while speaking on the situation in Afghanistan, in his speech at Central & South Asia 2021 in Tashkent.#AfghanPeaceProcess #Afghanistan #USTroopWithdrawal #Pakistan #Taliban pic.twitter.com/dZUMPCjIGp
— Geeta Mohan گیتا موہن गीता मोहन (@Geeta_Mohan) July 16, 2021
د غني پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او جګړه تر بل هر وخت ډېره شوې.
نوموړی تورنېږي چې د خپل واک د دوام لپاره یې له پاکستان سره پټې معاملې کړې دي او بېلابېل پټ امنیتي تړونونه یې ورسره لاسلیک کړي.
غنو که د افغان ولس سره خپلي کړي ژمني پوره کړي وای او د طالبانو بندیان یې بې قیدو شرطه ازاد کړي وای نن به د نړۍ د رهبرانو لخوا ډریو ته نه وای لویدلی. نجیب که نور داغسي مسخره شی وو خو اندام او حجم یې درلود. په هغه بد حالت کي هم د یو چا حیاء ځني کیدل. دی خو اسي دی لکه هغه د مسټر بین د ټوکره بیزوګۍ، په عادي حالاتو کي لا د ډریو لین ته لویږي. چیري چي بیا په داسي حماقتونو یې ځان خلګو ته سپک کړی هم وي.