افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان: طالبان خپل ځان بریمن بولي، زموږ خبرو ته غوږ نه ږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته طالبان په افغانستان کې ځان بریمن بولي او د پاکستان هیڅ ډول خبرو ته غوږ نه ږدي.

عمران خان دغه څرګندونې په ازبکستان کې د اشرف غني د هغو څرګندونو په تعقیب وکړې، چې پاکستان یې په افغان سولې پروسه کې په نه همکارۍ تورن کړ او ادعاء یې وکړه، چې یاد هیواد له طالبانو ملاتړ کوي او وسله وال افغانستان ته رالېږي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، چې د بل هر هیواد په پرتله پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې له امله ځورېدلی او تر اویا زرو زیات تلفات یې ورکړي؛ نو ځکه دده له قوله، په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري نه دریغوي.

ده زیاته کړه، چې د افغانستان د روان خراب وضعیت مسئولیت د پاکستان په اوږه اچول ستره «بې انصافي» ده، ځکه دده په خبره، که پاکستان په افغانستان کې سوله نه غوښتی، نو عمران خان به کابل ته سفر نه کولای.

د عمران خان له قوله، په تېره څه موده کې یې له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړی، چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي؛ خو له دې امله چې هغوی په افغانستان کې خپله بریا حس کوي او په هیڅ ډول معاملې ته تیار نه دي.

دده په اند «هلته چې یو سل پنځوس زره ناټو عسکر په افغانستان کې موجود وو، طالبان باید د مذاکرې مېز ته رابلل شوي واي اوس چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه مشخصه شوې نو هغوی به څنګه معاملې ته تیار شي؟ ولې به دوی زموږ خبرو ته غوږ کښېږدي، کله چې دوی خپل ځان بریمن احساسوي.»

عمران خان ددې تر څنګ امریکا تورنه کړه، چې په افغانستان کې د نظامي حل غوښتنې له امله یې ددې هیواد وضعیت یو خراب حالت ته ورساوه.

ده وېره څرګنده کړه، چې که وضعیت نور هم خراب شي، نو پر پاکستان به د افغان کډوالو یو سیل ورمات شي او د پاکستان اقتصاد به یې د زغملو توان ونلري؛ نو ځکه دده په خبره، پاکستان د افغان قضیې د حل صادقانه هڅې  کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Talib Jan does not need help from anyone.  Talib is receiving a very high level of support:

First from Almighty Allah and

second, from the Muslim, Mujahid, and Ghazi nation of Afghanistan.

Imran should not interfere in Afghan internal affairs.  If he does not stop, Imran 
could be easily circumcised for the second time by Talib Jan.
Sayed

الله تعالی د هر چا دی څوک يې انحصارولی نه شي. له طالب سره چې د چا مرسته نه وي هېڅ به هم ونه کړي. الله تعالی له اسمانه هېڅ يو نبي ته پټه مرسته نه ده کړې، بلکې ښکاره يې کړې. ان تر دې چې د بدر په غزا کې پرېښتې راکښته شوې وې د هغې يآدونه هم الله تعالی په خپل کتاب کې کړې ده او پټه يې نه ده ساتلې. طالب د الله تعالی د هېڅ يو پېغمبر نه زيات نه دی. د جهاد په نوم د بل چا جګړه مخته وړي، خو خپله د رسد سوړه… نور لوستل »

طوطی

چی خبرو ته مو غوږ نږدی بیا نو ولی دی دغه د ادی ځامن خپل کور ساتلی؟

Isaac

Imran khan is right they dont listen to porkistan government the act just for isi of porkistan

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x