نظــر

د ولس په ستوني پښه مه ږدئ!

عبدالوحيد وحيد

د بيان آزادي، معلوماتو ته لاسرسى او ازادې رسنۍ د هر ملت د ويښتابه، معلوماتي او کلتوري بډاينې، د نظام د سمون لپاره د هيواد د پرګنو او حکومت ترمنځ پياوړى پل، د ټولنې د ذهني وړتیا د ودې او د خبرونو د کره توب ضمانت وي. شک نشته چې د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه د تمدنونو کلتورونو او ولسونو ترمنځ د پيوستون لامل ګرځېدلى دى.

که د اوسني نظام له لاسته راوړنو څخه د بيان د ازادۍ حق نفي شي نو هيڅ نه پاتې کېږي. د افغانستان د تيرو شلو کلونو له ډيرو سترو لاسته راوړنو څخه چې له انساني معيارونو اسلامي حکمونو او افغاني دودونو سره سمون خوري او زمونږ ولس ورباندې وياړلى شي د بيان ازادي خورا ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده.

د معلوماتي ټيکنالوژۍ د چټکو پرمختګونو او ټولنیزو رسنیو د شتون له امله  اوس مهال د خلکو سترګې تړل او ستوني بندول اسان کار نه دى. بله دا چې د خلکو په ستوني کې پښه ايښودل غبرګونونه را پاروي او جګړو ته لاره هواروي. پريږدئ خلک ستاسو په کړو وړو باندې خبرې او قضاوت وکړي. که نوبت مخالفت ته هم رسيږي نو مخالفت هم د خبرو په چوکاټ کې پاتې کیږي. توپک او باروت ته نه ځي.

که د بيان ازادي سلب شوه، نو د نظام اعتبار او د ولسونو باور ته به دومره زيان واوړي چې جبران به يې ناشونی وي. وسلوال مخالف اړخ خو لا دمخه د بيان د ازادۍ حق ته نه يوازې ژمنتیا نه درلوده  بلکې د مصلحتونو او له خپلو تشو څخه يې د دښمنانو د سؤ استفادې د مخنیوي او نورو بانو د دغه وياړلي دود مخالفت هم کاوه. اوس  بيا هم د هغوى په ذهني استقامتونو کې د بيان د ازادۍ په تړاو په وړوکې کچه د مثبت بدلون شاهدان يو.

هغوى چې د بيان ازادي يې زندۍ کړې وه، حتى د بهرنیو راديوګانو اوريدونکو ته به يې د مرګ سزا ورکوله اوس يې نوم او نشان شتون نلري. د تاريخ په محکمو کې په خورا سختو سزاو محکوم دي. اوس زمونږ د هیواد په دغه ديموکراتيک دور کې هم د حاکمې ډلې د يوې پياوړې کتلې لخوا  د بيان د ازادۍ محدودولو او مهارولو ته د نظام او ملي ګټو د خوندیتوب نوم ورکول کېږي. د سياسي مخالفت په وړاندې امريه لهجه کارول کېږي. په ځينو مواردو کې د رواني او فزيکي ګواښ بيلګې هم شتون لري.

راځئ خپلې مبارزې د ملي ګټو په محور باندې راوڅرخوو. راځئ له نظام څخه د دفاع په شمول ملي ګټو ته په بربنډو الفاظو کې تعریف ولټوو. ترڅو مو ارزښتونه هر څوک د خپلو ګټو په چوکاټ کې تعبير نکړاى شي. راځئ د سمون او بدلون په موخه په حکومتي کړنلارو او تګلارو باندې نيوکې د نظام ګواښل نه، بلکې د بيان د ازادۍ په چوکاټ د نظام د اصلاح او سهوو ته د متوجه کيدو لاره وګڼو.

چارواکو ته په کار دي چې په خپلو هغو کړنو او تيروتنو باندې له سره غور وکړي چې د ولس لاسونه د هغوى تر ستوني پورې رسيدو ته لاره هواروي. د بيان له ازادۍ څخه د هغو خلکو څرګندونې سؤ استفاده او ملي خيانت وګڼي چې ملي يو والي، ځمکنۍ بشپړتيا، ديني او ملي ارزښتونه مو ګواښي او د نظام  نسکوريدو ته لاره هواروي.

دا به د حقائقو مسخه کول وي چې رسنۍ يا ليکوال د نظام د نسکوريدو او د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار له ويرې په حکومتي کړنو باندې نيوکې او د سمون په تړاو وړانديزونه کوي خو هغه خلک ور باندي د نظام د مخالف او هيواد دښمن ټاپه لګوي چې زمونږ له ملي سرچینو څخه په لوړه کچه مادې امتیازات ترلاسه کوي. د فساد ډنډورو يې د ملت سرونه ښکته کړي دي. د پردي هيواد د تابعیت پاسپورت او ټکټ يې په جيب کې پروت دى. که سبا سوله راځي او يا هم خداى مکړه نظام د نسکوريدو خوا ته ځي او يا يې امتیازات ختميږي نو دغه ښاغلي به هيواد پريږدي.

که مونږ په لوړو ډالري معاشونو باندې د دغه ډول افرادو ګمارل د ملي مصلحت په موخه زغمو، نو هغوى ته چا حق ورکړى دى چې د سمون او بدلون په موخه زمونږ شننې او وړانديزونه د بيان د ازادۍ له حق څخه سؤ استفاده ګڼي او زما قلم زولنه کوي؟

تعجب ده  چې په مونږ باندې د ټوپکواکو په زانګو کې روزل شوي او يا هم داسې اشخاص حکومت کوي چې له سالمې فاميلي روزنې څخه بې برخې، له افغاني ارزښتونو څخه ناخبر په فساد کې تر ستوني پورې ښکېل، له غرب څخه په پيراشوټ کې را ديسانت شوي دي، په لوړو پوستونو باندې د ګمارلو د فرمان له صادريدو وروسته ته زمونږ هيواد ته راغلي دي.

دا د رسنیو د چلوونکو او مالکانو مسلم حق دى چې څه ډول تحليلونه او شننې خپرې او د کوم ډول ليکنو له خپريدو څخه ډډه وکړي. زه د هغوى دغه حق ته د تسليم سر ښکته کوم. مګر يو وضاحت هم کوم. هغه دا چې مونږ حکومت جدا او نظام  ګڼو. مونږ نظام د خپل  ولس او د نړيوالې ټولنې د شلو کلونو د مسلسلو هڅو او هاند لاسته راوړنه ګڼو. د سولې او د فساد د مخنیوي په برخه کې د حکومت تګلارو باندې شديد ملاحظات لرو.

مونږ نه غواړو بيا کډې بار کړو. نه غواړو بيا مو کابل وران شي. نه غواړو بيا يو ولسمشر څوک هوايي ډګر ته له ننوتلو څخه را وګرځوي. نه غواړو بيا مو ولسمشر د هيواد پريښودو ته اړ شي. نه غواړو کوم افغان د سياسي مخالفت له امله وځورول شي نه غواړو بيا مو بنسټونه ونړيږي او نه غواړو د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار شاهد و اوسيږو. که دغه ټولې غوښتنې پوره کيدل غواړو نو د بيان په ازادۍ، رسنيو او ليکنو باندې د سانسور لګولو او د بيان د ازادۍ د زيندئ کولو پرځاى په خپلو کړو وړو کې بدلون راوړو. ايا دا به د حل لاره وي چې ټولې رسنۍ خپلې خپرونې او ټول ليکوالان د ولسمشر غني د کړنو او تګلارو ته اتڼ واچوي او يا په اصطلاح د طالبانو د فتوحاتو په ترانو ويلو باندې تمرکز وکړي او که دا به ښه تګلاره وي چې حکومت ته خپل او طالبانو ته خپل عيبونه ور په ګوته او د حل لارو وړانديز وکړي؟ ايا ړوند تقليد به ستونزه په ښه توګه حل کړاى شي او که واقعيتونه بربنډول؟ د ولس ستونی بندول به ښې اغيزې ولري او که د ځان اصلاح به اسانه او ارزانه کار وي؟ اوس خو د ستالين او بريژنيف دورې ختمې شوې دي چې په نيوکو باندې څوک د دار تختې ته پورته شي.

د رسنيو چلونکي او مالکان هم باید پوه شي چې ستونزه د رسنیو په فکري لومړيتوبونو کې هم شتون لري. رسنۍ هم سليقوي چلن کوي خو ځينې يې په بشپړه توګه له نورمونو او معيارونو وتلي دي. د قوم، ژبې سمت او ډلې او يا هم د تمويلونکي اړخ غوښتنو او فرمايشاتو سره سمې خپرونې کوي او ځينې يې هم نسبتاً معيارونه ساتي او هم خپل لومړيتوبونه پالي.

غوښتنه مو داده چې خبرونه، شننې، تحلیلونه، ليکنې او تبصرې د خپلې سليقې، يا هم شخصي ګروپي او قومي ګټو په تله کې مه تلئ، د ملي ګټو په ترازو کې يې واچوئ او بيا په خپله خپل فکر، ليکنه ژبه او خپلې رسنۍ سانسور کړئ. مه پريږدئ چې ستاسو د يو اړخيزو ليکنو شننو او خپرونو له امله د بيان آزادي زيان وويني. که کومه رسنۍ د چا ليکنې نه خپروي، مسلم حق يې دى، خو د همدغه کار لپاره باید پرنسيپونه او نورمونه باید شتون ولري. د سمون او بدلون لپاره مبارزه د نظام په مخالفت کې نه حسابوي بلکې د بيان ازادي ته يې درنښت  وګڼي.

د سوکاله پرمختللي او ارام افغانستان په هيله

عبدالوحید وحيد کابل افغانستان،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx