د یوه حدیث شرحه (اتمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

3ـ دری ګناهونه تویوونکي

وَأَمَّا الْكَفَّارَاتُ: فَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ، وَإِسْبَاغُ الْوُضُوءِ فِي السَّبَرَاتِ، وَنَقْلُ الْأَقْدَامِ إِلَى الْجَمَاعَاتِ. دری ګناهونه تویوونکي شیان دا دي : له لمانځه وروسته دبل لمانځه انتظار ، په یخ کې په پوره توګه اودس کول ، دجمعولمنځونو ته ګامونه اخیستل . دادری هغه غوره عملونه دي چې د انسان ګناهونه ختموي ، د خدای لوی فضل او پر بندګانو احسان دی چې کله انسان په کومه ګناه توبه ګار شي او نیکي ته مخه کړي نو الله یې په نیکي سره ګناهونه ختموي ، قران کریم وایې : إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَی لِلذَّاكِرِينَ ﴿114 سورة هود ﴾ یعني په یقین سره نیکۍ بدۍ ختموي ، په دې کې دپند اخیستونکو له پاره پند پروت ده .

موږ چې د کوم حدیث په تشریح لګیا یو د هغه دریم دری ګونې عملونه دری ګناهونه ختموونکي نیک عملونه دي ، دا دری واړه په یوه بل حدیث کې هم راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ایا تاسو ته هغه عملونه در وښیم چې په هغو سره خدای جل لاله ګناهونه ختموي او درجې پرې لوړوي ؟ هغوی وویل : ولې نه یارسول الله ، هغه وویل : په سختي کې په پوره توګه اودس کول ، جومات ته ډیر ګامونه اخیستل او له لمانځه وروسته دبل لمانځه انتظار کول او دا د اسلامي هیواد دسرحدونو ساتلو( رباط) په څیر ثواب لري . عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال : (ألا أدلكم على ما يمحو الله به الخطايا ويرفع به الدرجات ؟ قالوا : بلى يا رسول الله ؟ قال : إسباغ الوضوء على المكاره ، وكثرة الخطا إلى المساجد ، وانتظار الصلاة بعد الصلاة ، فذلكم الرباط . (أخرجه الإمام مسلم في صحيحه ) .

په یوه بل حدیث کې د دې دریو عملونو خورا زیات اجر او ثواب بیان شوی دی ، دا حدیث معاذبن جبل رضي الله عنه روایت کړی ده هغه وایې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویلي : زه دشپې ولاړ شوم ، څومره وس مې چې و هغومره لمونځ مې وکړ ، بیا په لمانځه کې خوبولی غوندې شو م ، چې راویښ شوم خدای جل جلاله مې په ښایسته صورت کې ولید ، راته ویې ویل : ای محمد پوهیږې د عرش لوړ مخلوق په څه شي کې بحث سره کوي ؟ ماورته وویل : نه زما څښتنه نه پوهیږم ، دری ځله یې داخبر تکرار کړه ، بیامې ولید چې خپل رغوی یې زما د ولیو په منځ کې کیښود ما یې د ګوتو سوړوالی په سینه کې احساس کړ ،هرڅه راته ښکاره شول اوپوه شوم ، راته ویې ویل : ای محمد پوهیږې د عرش لوړ مخلوق په څه شي کې بحث سره کوي ؟ ما ورته وویل : په ګناهونو بښونکو عملونو کې ، هغه راته وویل : ګناهونه بښونکي عملونه کوم دي ؟ ماورته وویل : د جماعت لمنځونوته ګامونه اخیستل ، له لمنځونو وروسته په جومات کې دبل لمانځه په انتظار کینستل او په سختي کې په پوره توګه اودس کول .

عن معاذ بن جبل -رضي الله عنه- أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال : إني قمت من الليل فصليت ما قُدر لي ، فنعست في صلاتي حتى استيقظت ، فإذا أنا بربي عز وجل في أحسن صورة ، فقال : يا محمد أتدري فيم يختصم الملأ الأعلى ؟ قلت : لا أدري يا رب -أعادها ثلاثا ً- فرأيته وضع كفه بين كتفي حتى وجدت برد أنامله بين صدري ، فتجلى لي كل شيء وعرفت ، فقال : يا محمد فيم يختصم الملأ الأعلى ؟ قلت : في الكفارات ، قال : وما الكفارات ؟ قلت : نقل الأقدام في الجماعات ، والجلوس في المساجد بعد الصلوات ، وإسباغ الوضوء عند الكريهات . (رواه الترمذي وغيره ) .

1ـ لومړی ګناهونه تویوونکی:

«انتظار الصلاة بعد الصلاة»

لومړی ګناهونه بښونکی عمل له یوه لمانځه وروسته دبل لمانځه انتظار کول دي ، دا عمل دومره زیات ثواب ځکه لري چې له دې عمل نه داسې معلومیږې چې د کوونکي زړه په جومات پورې تړلی دی ، اود کوم مومن زړه چې په جومات پوري تړلی وي هغه په یوه نبوي حدیث کې له هغو اوو کسانو نه شمیرل شوی دی چې د اخرت په ورځ به د عرش له سیوري لاندې ناست وي : ورجل قلبه معلق بالمساجد. او هغه سړی چې زړه یې په جومات پوري تړلی وي .

د دې عمل د غوره والي په باره کې په یوه بل روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ستاسو هر یو چې لمانځه ته ایساروي اویواځي لمانځه له کورته تګ نه منعه کړی وي هغه داسې دی لکه ټول وخت چې په لمانځه کې وي. عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: لا يزال أحدكم في صلاة ما دامت الصلاة تحبسه لا يمنعه أن ينقلب إلى أهله إلا الصلاة . ( متفق علیه ) په بل روایت کې راغلې دي : لمانځه ته انتظار کوونکی کس داسې دی لکه لمونځ کوونکی ، دی چې له کوره راووزي اوبیرته کورته ګرځي ترهغو پوري به دی له لمونځ کوونکو نه شمیرل کیږې . عن عقبة بن عامر عن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: القاعد على الصلاة كالقانت ويكتب من المصلين من حين يخرج من بيته حتى يرجع إليه. (رواه البخاري) .

په جومات کې د لمانځه په انتظار ناست مومن ته ملایکي د مغفرت دعاوې کوي ، په بخاري کې له ابوهریره رضي الله عنه نه روایت شوی دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : ستاسو کوم یوچې دلمانځه په ځای په اوداسه سره ناست وي ملایکي دعا ورته کوي اووایې : خدایه ده ته بښنه وکړه اوپه ده رحم وکړه . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: (والملائكة تصلي على أحدكم ما دام في مصلاه الذي صلّى فيه ما لم يحدث، تقول: اللهم اغفر له، اللهم ارحمه).

په بخاري کې یو بل حدیث انس بن مالک رضي الله عنه روایت کړی ده هغه وایې یوه شپه رسول الله صلي الله علیه وسلم دماخستن لمونځ ترنیمي شپې پوري وځنډاوه ، بیا یې له لمانځه وروسته مخ راواړاوه او ویې ویل : خلکو لمونځ وکړ او ویده شوو او تاسو چې ترڅو دلمانځه انتظار کاوه داسي وی لکه لمونځ مو چې کاوه . عن أنس بن مالك -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- أخر ليلة صلاة العشاء إلى شطر الليل ثم أقبل بوجهه بعد ما صلى، فقال: (صلى الناس ورقدوا ولم تزالوا في صلاة منذ انتظرتموها).

له لمانځه وروسته دبل لمانځه په انتظار کینستل دومره ستر عمل ده چې الله جل جلاله د ملایکو په ټولي کې په داسې کسانو باندې ویاړ او فخر کوي ، یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه وسلم خپلو ملګروته راووت او ورته ویې ویل : تاسو ولې ناست یئ ؟ هغوی ورته وویل : موږ الله یادوو او دهغه حمد اوثنا وایو چې موږ ته یې د اسلام لاره راښوولې ده او دومره ستر احسان یې راسره کړی ده . رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل : ستاسو دي په خدای قسم وي چې یواځي د دې له پاره ناست یئ ؟ هغوی وویل : هو په خدای د همدې له پاره ناست یو . هغه ورته وویل : ماتاسو ته قسم د دې له پاره درنکړ چې زه په تاسو شک لرم ، ماته جبراییل راغی اوخبر یې راکړ چې الله دملایکو په ټولي کې پرتاسو باندې فخر کوي . فقد خرج رسول الله -صلى الله عليه وسلم- على حلقة من أصحابه، فقال: (مايجلسكم؟) قالوا: جلسنا نذكر الله ونحمده لما هدانا للإسلام ومنّ علينا به، فقال: (آلله ما أجلسكم إلا ذاك؟) قالوا: آلله ما أجلسنا إلا ذاك، قال: (أما إني لم أستحلفكم تهمة لكم، إنه أتاني جبريل وأخبرني أن الله يباهي بكم الملائكة)رواه مسلم.

عبدالله بن عمرو وایې : موږ له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره دماښام لمونځ وکړ څوک چې کورو ته تلو هغوی ولاړل او څوک چې پاته کیدل هغوی په جومات کې پاته شول ، رسول الله صلي الله علیه وسلم په بیړه جومات ته راغی ، ساه یې غورځوله او ترټیټکیو پورې یې جامه ور پورته کړې وه ، ویې ویل : زیری درکوم داستاسو رب دی د اسمانونو یوه دروازه یې خلاصه کړه په ملایکو باندې پر تاسو فخر کوي ، هغه وایې : زما بندګانوته وګورﺉ یو فرض یې ادا کړ او دبلې فریضي انتظار کوي . عبد الله بن عمرو قال: صلينا مع رسول الله المغرب فرجع من رجع وعقب من عقب، فجاء رسول الله مسرعا قد حفزه النفس وقد حسر عن ركبتيه فقال: (أبشروا، هذا ربكم قد فتح بابا من أبواب السماء يباهي بكم الملائكة، يقول: انظروا إلى عبادي، قد قضوا فريضة وهم ينتظرون أخرى) رواه ابن ماجه، وقال الألباني: “صحيح”؛ كما في صحيح ابن ماجه، رقم، (653)، وفي صحيح الترغيب والترهيب، رقم(445).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د